تاند- د کابل ولایت د سُروبي ولسوالي په نغلو کې د ۲۰ میګاواټ برښنا د تولید لپاره د لمریزې انرژۍ برښناکوټ جوړېږي.

پر دې پروژې به ۴۴ ملیون ډالره لګښت راشي چې اسیايي پراختیايي بانک یې ورکوي.

د افغانستان حکومت په وروستیو دوو کلونو کې د اسیايي پراختیايی بانک په شان نړیوالې مالي موسسې قانع کړي چې د برښنا د تولید په ګڼو پروژو کې پانګونه وکړي.

په سُربي کې د لمریزې انرژۍ د برښناکوټ د جوړولو لپاره موافقه د ولسمشر غني په حضور کې د افغانستان له لوري د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان برښنا شرکت رييس امان الله غالب د اسیايي پراختیايي بانک له رييس سمیع التومیوا سره نن /یکشنبه/ په ارګ کې لاسلیک کړه.

د افغانستان برښناشرکت ویندوی وحید الله توحیدي د موافقې له لاسلیکه وروسته خبریالانو ته وویل، دا به د ظرفیت یا د برښنا د تولید له نظره په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ تر ټولو ستره پروژه وي.

ښاغلي توحیدي وویل چې دا پروژه به په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.

له دې برښناکوټ څخه به کابل ښار او دغه راز لغمان او ننګرهار ولایتونو ته برښنا ورکړل شي.

تر دې وړاندې تېره میاشت په کندهار کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید لپاره د یوه برښناکوټ د جوړېدو بنسټ کېښودل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *