تاند- یوه جاپانۍ کمپنۍ غواړي په سپوږمۍ کې د اعلان لوحه یا بیلبورډ جوړ کړي.

د دیجټل ترینډ د راپور له مخې، د جاپان آی سپېس ټکنالوژي شرکت (iSpace Technologies Inc) غواړي چې د دې اعلان د لومړنیو چارو لپاره ۹۰ ملیون ډالره ټول کړي.

دا کمپنۍ به تر ۲۰۱۹ م کال پورې مدار ته یوه سپوږمکۍ ولېږي. دا سپوږمکۍ به په ۲۰۲۰ م کال پر سپوږمۍ کښېني او په سپوږمۍ کې به د اعلان د نصبولو کار پیل کړي.

۹۰ ملیون ډالره به په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې سپوږمۍ ته پر دوو سفرونو ولګېږي.

د دې کمپنۍ اجرايي رييس تاکشي هاکامادا وايي، باید په فضا کې اقتصاد رامنځته شي چې په ستورو کې ژوند ممکن شي.

ځواب دلته پرېږدئ