تاند- یو جاپانی څېړونکی په دې بریالی شوی چې په سپوږمۍ کې زموږ د مځکې اکسیجن ومومي.

ساینسپوهان له ډېرو وختونو راهیسې باوري ول چې د څو ملیارد کاله پخوا اکسیجنونه په سپوږمۍ کې موندل کېدای شي.

دوی له ډېرو کلونو په دې پوهېدل چې په سپوږمۍ کې اکسیجن شته خو اوس جاپانی څېړونکی سیلیني د اکسیجن په موندلو بریالی شوی او د دې لپاره چې دا اکسیجن له مځکې سره تړاو لري، د ساینسپوهانو لا زیاته لېوالتیا ورسره پیدا شوې ده.

د جاپان د اوزاکار پوهنتون یو شمېر ساینسپوهانو په سپوږمۍ کې د موندل شوي اکسیجن جزییات په استرانومي نېچر (Astronomy Nature) مجله کې خپاره کړي دي.

د دوی په باور دا کشف نه یوازې د مځکې د څو ملیارد کاله پخوا وخت یوه پټه څنډه بیانوي، بلکې اوس هم کېدای شي چې د مځکې پر ابتدايي اتومسفیر زیات پوی شو او سپوږمۍ ته د اکسیجن د تلو د نظریې په اړه معلومات ترلاسه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *