تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د ۹ کمپنیو نومونه اعلان کړل چې په سپوږمۍ کې د تجربو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.
دا کمپنۍ په راتلونکو۱۰ کلونو کې کوچني توغندي یا روباتیک ستوربېړۍ جوړوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناسا یوه رييس جیم بریدسټاین وویل، د ۹ شرکتونو د سیالۍ هدف دا دی چې پر سپوږمۍ لا ژر تحنیکي او ساینسي تجربې وکړي.
ښايي چې دوی سپوږمۍ ته لومړنی سفر په راتلونکي ۲۰۱۹ م کال وکړي.
د دې پلان پر اساس به په راتلونکو ۱۰ کلونو کې دېپ سپېس، سترابیوتیک، ډراپر، فایرفلای، انروسپېس، لاکهید مارتین، اینتوتیومشنیز، ماستن سپېس، موجاوې، اوربیټ بیاند او مون ایکسپریس کمپنۍ راز راز کوچني توغندي او ستونربېړۍ جوړې کړي. پر دې پلان به ۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره ولګوي.