نېټه ١٣٩٢\٩\٢٦
کندهار افغانستان ـ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سرحدي پوليسو پر رنجر موټر باندي چاودني يو پوليس او يو کوچنى شهيدان کړي او شپږ نور يې زخميان کړي دي.
دغه چاودنه نن غرمه پاو کم يوه بجه د يادي سوي ولسوالۍ د وېش بازار په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله، چي د پوليسو رنجر له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي و.
چاودېدونکي توکي په يوه بآيسکل کي ځاى پر ځاى سوي ول، چي له ريموټ کنټرول څخه په استفاده ورته چاودنه ورکول سوې او د دوو شهيدانو ترڅنګ پکښي دوه سرحدي پوليس او څلور نور ملکيان زخميان سوي هم دي.
سپين بولدک د کندهار ښار ختيځ لوري ته په ٩٠ کيلو ميترۍ کي پرته ولسوالي ده، چي د افغانستان د سهيل ختيځ ګاونډي پاکستان سره اوږده پوله هم لري.