تاند- وسله والو ترهګرو د شپې نهه بجې په سپین بولدک کې د لویې لارې پر لوا ډله ییز برید کړی دی.

راپورونه وايي چې د همېشني تاکتیک له مخې، لومړی یوه ترهګر د لوا په خوله کې انتحار کړی، بیا نور د لوا انګړ ته ننوتي او ډزې یې پیل کړي دي.

تراوسه پورې د حملې له کبله د مرګ ژوبلو په باب راپور نشته.

د حمله کوونکو ترهګرو د شمېر په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په پام چې داعش په کندهار کې فعال نه دی، دا برید به وسله والو طالبانو کړی وي چې مرکزونه یې د پېښې له ځایه لږ لېرې، د ډیورند کرښې پورې خوا ته دي.

د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل.

د ډېرو په باور ولسمشر غني طالبانو ته داسې وړاندیزونه کړل چې دا ډله یې بې ځوابه کړه.

وروستی خبر

د طالبانو یوه ویندوی ادعا وکړه چې د دوی وسله والو، چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، د سپين بولدک پر لوا د درنو وسلو په وسیله حمله کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق رسنیو ته وویل چې په دې برید کې تراوسه پورې لږترلږه ۲ پولیس شهیدان شوي دي او سربېره پر هغه ترهګر چې د لوا مخته یې ځان والوزاوه، یو بل هم له منځه وړل شوی دی خو لا هم نښته روانه ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې حمله کې لږترلږه ۳ افغان امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او ترهګر له منځه تللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *