تاند- په کندهار ولایت کې پر سرحدي ځواکونو د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۷ افغان پوله ساتي شهیدان شوي دي.

د کندهار چارواکي وايي، په دې برید کې، چې په سپین بولدک ولسوالي کې وشو، لږترلږه ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې له دې سره په یو وخت په خاکرېز او میوند ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله وال طالبان د سپین بولدک ولسوالۍ په اړه وايي چې د دې ولسوالي د ناوې د سیمې په خوږبۍ کې یې د سرحدي ځواکونو پر یوه قرارګاه برید کړی چې په نتیجه کې یې د دغو ځواکونو د قوماندان په شمول ۱۵ تنه وژل شوي او یوه اندازه مهمات او وسایل یې ویجاړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *