ماشوم د ستیج شاته ودرید، خبرې یې پیل کړې، په روانه انګریزي یې وینا کوله، ما ویل که خارجی دی، د کومې بهرنۍ موسسې د مشر زوی دی او کورنۍ سره همدلته اوسیږي. د پروژو پیسې دي، نر غوندې یې وهي او د حساب والا یې نشته.

بل ماشوم پورته شو، په فصیحه عربي یې خبرې شروع کړې، ما ویل که د عرب زوی دی پلار یې د جهاد لپاره خپلې کورنۍ سره راغلی او همدلته ثوابونه ګټي.

بل ماشوم په فرانسوي وینا پیل کړه حیران شوم ما ویل که د کوم فرانسوی جنرال زوی دی او پلار سره په پوځي میشن راغلی.

2شیبه وروسته ډله ماشومان کښیناستل، کاغذونه یې په چمن کې مخې ته کیښودل او رسامي یې شروع کړه، ما ویل که د روم ښار کې یم، هلته مې یو وخت لیدلي وو چې نقاشان به پر څوکیو ناست وو، پنسلونه به ورسره وو او یوه شیبه کې به یې بهترین رسم وکړ.

ماشوم پر یوه لوی کاغذ منظره رسم کړې وه. د خپل وطن منظره، په منظره کې ښکاریدل چې  ښوونځي ته لاره تللې، یوه خوا مخ پټی وسلوال ولاړ دی، بله خوا یونیفرم کې. ماشوم د ښوونځي په لوري ګامونه اخلي او شاته زمکه په وینو لړي. زده کوونکي د خپل رسم تشریح شروع کړه، زما سترګې ډکې شوې لکه هر څه چې په خپله وینم.

شیبه وروسته ډله ماشومان راغلل، د ښوونځي په شوق راغلي وو. خپلو کې یې په مینه خبرې کولې، یو دم ګړز شو، چیغې شوې. د ماشومانو خبرې په ژړاوو بدلې شوې. داسې تمثیل یې وکړ لکه د هالیووډ اداکاران چې وي.

نور ماشومان پورته شول خپل کاردستي یې وښوده، سکواټور یې جوړ کړی و، د کالیو وینځلو ماشین یې جوړ کړی و او… او بل خپله اوږده مقاله په ټول جرات واوروله. د ستیج مخې ته هم ماشوم ولاړ وو او خپل همزولي به یې په ښکلي انداز رابلل.

حیران وم، لکه په ویښه چې خوب وینم. لکه د سکروټو منځ کې چې غوړیدلي ګلان وینم. هیڅ مې باور نه راته چې دا دې  زموږ د ګران خو جګړه ځپلي هیواد ماشومان وي. دا ګلونه په جلال اباد ښار کې د استقلال د لیسې زده کوونکي وو. دا بیلابیل استعدادونه د همدې لیسې په منځ کې غوړیدلي وو.

د ماشومانو نقاشي مې ولیده، د هغوی تمثیل مې ولیده، ټولو له یوه پرهاره چیغې وهلې او ټولو له یوې بلا د ویر کیسې کولې. دا پرهار جګړې جوړ کړی و او دا بلا د جګړې وحشي او توره بلا وه.

صفي الله په دواړو سترګو ړوند دی. خو د خپل ټولګي ( شپږم) اول نمره دی
صفي الله په دواړو سترګو ړوند دی. خو د خپل ټولګي ( شپږم) اول نمره دی

شیبه وروسته ستیج ته راوبلل شوم، خپل احساسات مې نشوای کنټرولولی. خوشحالۍ او خپګان دواړو مې له مرۍ لاسونه تاوو کړي وو.

خپه وم چې ولې زموږ د هیواد بچیان په دې کم عمر کې هم له جګړې رنځیږي؟ ولې د دوی پر تنکیو ذهنونو د جګړې ویرې خونکاره منګولې خښې کړې دي؟ دا جګړه ماران زموږ له ماشومانو نور څه غواړي؟ د کوم جرم سزا ورکوي؟ ولې یې له شونډو خندا لوټي؟ او…

خوشحاله په دې وم چې په دغه شان ویرجن ماحول او قتلګاه کې هم د روښانه سبا لپاره جذبې ژوندۍ دي. په اوښکو ډکو سترګو کې هم د وطن د ښیرازۍ خوبونه لیدل کیږي.

زموږ ماشومان عجیبه استعدادونه لري، ما نن د دې استعدادونو ننداره وکړه. عجیبه نه ده نو څه ده؟ چې یو ماشوم دې په دواړو سترګو ړوند وي او بیا دې د ستیج سرته راشي، په انګریزي دې خبرې وکړي او د خپل ټولګي اول نمره دې هم وي؟

سرکاره!

د رب خاطر وکړه معارف ته پاک، سپيڅلي او په کار میین خلک راوله. معارف د روابطو قرباني کوه مه. داسې خادمان ورته راوله چې د دغو استعدادونو په قدر پوه شي، د غوړیدا لپاره یې هلې ځلې وکړي، له خپلو دفترونو راووځي.

د استقلال لیسې نننۍ (پنجشنبه) غونډه د ماشوم د ارزښت په ویاړ وه. خو په دې غونډه کې چې د بیلابیلو استعدادونو نندارې پکې وړاندې شوې او د پوره تشویق وړ وو،  له معارف ریاسته ورته هیڅوک هم نه وو راغلي.

محمد نعمان دوست ( سرخط ورځپاڼه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *