په کابل کې د روشنګرۍ غورځنګ کې(په افغانستان کې د ګوندو لوړې- ژورې) لکچر درېیمه او وروستۍ برخه د عبدالرشید آرین له خوا وړاندې شوه.
آرین صاحب وویل، د خلق ډیموکراټیک ګوند د غړو یوه لویه اشتباه دا وه، چې د واک پر سر یې له یو بل سره شخړه وه او دا باعث شوه چې، د دښمن په مقابل کې موږ ناتوانه او پر بېلا- بېلو ټوټو وویشل شوو.
استاد آرین زیاته کړه(هغه جهادي تنظیمونه چې په پاکستان او ایران کې رامنځته شول نه هغه وخت خپلواک ول او نه هم اوس دي، بلکې هغه وخت او هم اوس د پاکستان او ایران د استخباراتي ادارو له خوا ورته پروګرامونه ورکول کېږي.)
د آرين په وینا(د خلق دیموکراټیک ګوند د رامنځته کېدو(۱۳۴۳ هـ ش) مه آنګېزه دا وه، چې په ټولنه کې یو لړ ارضي اصلاحات راوړي او سیاسي تجربو ښودلې ده، چې په جامعه کې ریفورم هغه وخت راتلای شي، چې له واکمن نظام څخه واک انتقال شي او د ثور انقلاب علت همدا و.)
نوموړي د خپلو خبرو په دوام، وویل، په سیاست کې بغیر د ګوند له نژدو او وفادارو ملګرو څخه پر بل چا اعتماد کول بې مانا خبره ده، هغه دا هم وویل چې دوی او د دوی اوسنی ګوند (د وطن مترقي ملي ګوند) اوس د خلق دیمواټیک ګوند وارثان نه دي، او هغه ګوندونه چې د خلق له ټوټه کېدو څخه په وجود راغلي دي، د خلق دیموکراټیک ګوند وارثان نشي بللای کېدای.
په وروستیو کې استاد آرین ځوانو سیاستوالو ته د مطالعې، په علمي او اکاډمیکو بحثو کې د ګډون توصیه وکړه او د روشنګرۍ غورځنګ پر دوام یې هم ټینګار وکړ.
د روشنګرۍ پروګرام د هرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي، چې په کندهار او هلمند کې یې هم څانګې شته.
راپور: عصمت بهیر