د نویوالي (نوې جوړونې) اصطلاح په سیاست کې ډېره نوې ده. نوی والی د تېرو ټولو کړنو هېرولو ته، او سر له نن د څخه سالم فکر پر بنسټ د ټولنې رهبرۍ ته نوی والی (نوې جوړونه) وایي. دغه پالیسي زیاتره هغه هېوادونه او ټولنې پلې کوي چې نوې نوې له جنګ څخه راوتلې وي او نوې یې د دموکراسۍ په لور ګام اېښی وي.
د نویوالي سیاسي تګلارې تر ټولو زیات فوکس او تمرکز د ټولنې پر علمي کولو او د ټولنې یا هېواد د پوهنیزې کچې په لوړولو باندې دی. د نویوالي سیاست؛ عنعنات، مذهب او تربګني هېڅ نه مني.
کله چې یوه ټولنه دغه پالیسي ځان ته غوره کوي. هغه باید خپل منفي عنعنات، د مذاهبو اختلاف او د تربګنۍ منفي پېښې ټول له نظره وباسي. او ټول هغه څه هېر کړي چې مخکې؛ چا، چېرته، له چا سره، په کوم ځای کې، څه کړي دي. په دې ډول سیاست کې ټولنه لکه نوی د مور څخه زیږېدلی ماشوم خپل ژوند له سره پیلوي او د نړۍ پرمختللي او مخ پرودې هېوداونه خپلو ځانونو ته الګو ګرځوي، د هغوي لارې تعقیبوي، له تجربو او اندونو څخه یې ګټه اخلي او مخ پر وړاندې ځي.
د دغې لارې یوه ښه بېلګه د جاپان هېواد دی. د جاپان هېواد خلکو مخکې له شلمې پېړۍ د ړندو په څېر ژوند کولو او ټوله توجه یې مذهبي مراسمو، تربګنیو، خپلمنځي جګړو، دښمنیو او بدو رواجونو ته وه. خو کله چې په دوی باندې یرغل وشو، هوش یې راغئ. لومړی یې هڅه وکړه چې خپله آزادي ترلاسه کړي. له آزادۍ اخیستلو وروسته د پوهنې په ډېوه ورټوپ کړل او سملاسي یې خپلې ټولې دښمنۍ او مذهبي اختلافات هېر کړل. د خپل وطن د آبادۍ، د اقتصادي پرمختګ او د وطن د سوکالۍ لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې چې اوس یې نتیجه موږ او تاسو عملاْ په خپلو سترګو وینو.
پورته څېړنو ته په کتو سره که چېرې افغانستان دلوی رب په فضل د سولې او سوکالۍ په لور ګامونه واخلي، زما په اند چې باید له دغې سیاسي لارې څخه ګټه واخلو. که چېرې افغانان په خپلو تېرو کړنو پسې وګرځي، نه تنها دا چې پرمختګ به ونه کړو بلکې د جهل، تیارو او بدبختیو لویو کندو ته به ورګزار شو. مخکې له دې چې د افغانستان دولت دغه سیاسي تګلاره غوره کړي، لومړی باید د عامه ذهنیت لپاره ډېر څه وشي. څو چې عامه ذهنیت سم نه شي، خلک خپلمنځي شخړې هېرې نه کړي، له دین او مذهب څخه غلطه ګټه اخیستنه ونه دروي او خپل کلیوالی او د تربګنۍ مسایل هېر نه کړي، د دغه سیاسي تګلارې پلي کول ناشونې خبره ده.
هر کله چې د خلکو ذهنیت جوړ شي، بیا باید تر هر څه د مخه دولت او ټول خلک د پوهنې په ډګر ورودانګي، کله چې د یوه ملک د پوهنې نظام جوړ شي، په واقعي توګه چې هغه هېواد په نورو ټولو برخو کې پرمختګ کولی شي. ځکه اقتصاد پوه د پوهنې د نظام ثمره ده او کله چې په یوه هېواد کې اقتصاد پوهان پیدا شي، طبیعي خبره ده چې د هغه هېواد اقتصاد په خپله جوړېږي، سیاستپوه او سیاستوال د پوهنې له ډګر څخه راپیدا کېږي، ډاکټر، انجینر، ادیب، ژورنالیست، ټولنپوه او نور ټَول علمي کادرونه او مسلکي کسان د علمي ډګر پایله ده. بناءْ مونږ او تاسو ټول هېوادوال تر هر څه له مخه د دغه پردي پال ناورین په ختمولو کې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړو.
له هغه وروسته د خلکو په عامه ذهنیت جوړونې، د پوهنیز ډګر په قوي کولو او بیا په نورو چارو کې له دولت سره اوږه په اوږه مخ پر وړاندې لاړ شو. څو هغه خوب چې موږ یې له پېړیو پېړیو څخه په تمه یو، ډېر زر په حقیقت بدل او یو هوسا، سوکاله، سرلوړی، اتل، رپانده، پیاوړی، یو موټی، تلپاتې او لوی افغانستان په خپل ژوند کې ووینو.
د جاپان په باب زمونږ د خلکو په باب یو غلط نظر موجود دی لکه چی ویل کیږی افغانستان او جاپان په یوه ورځ آزادی خیستی ده. حال داچی جاپان د شلمی پیړۍ په پیل کی نه تنها د کوم هیواد مستعمره نه و ، بلکی د خپل وخت له زبرځواکونو له جملی نه وو.
د جاپان په معاصر تاریخ کی کله چی دوهم نړیوال جنګ ته ورسیده ، جاپانیانو د دو اتمی بمونو په زور چی په هیروشیما او ناګاساکی کی د امریکا له خوا ورباندی استعمال شول، د خپل نسل او کلتور د ساتلو لپاره امریکا ته تسلیم شول چی له 1945 نه د 1952 کال د اپریل تر 28 پوری د دوی خارجی سیاست د امریکا له خوا اداره کیده او له همدی نیټی وروسته دوی بیرته خپله خپلواکی په لاس کی واخیسته. مګر پاته دی نه وی چی جاپانیان هرکال د فبروری 11 ورځ دخپلی ملی ورځی په نوم تجلیلوی او دا هغه ورځ ده چی د جاپانیانو په افسانو کی راغلی دی چی د عیسی ع له میلاده 660 کاله مخکی په همدی ورځ امپراتور « جیمو» جاپان تاسیس کړی وو.
لویه ستونزه دا ده چه مونږ نظام ، سیاست او حکومت پیژندنه د لویدیز د ماسونیزم د دموکراسی دین او نظام څخه په الهام تعریفوو ،دموکراسی د ازادیو مجموعی ته وایو ، چه هلته د ښځو ازادی ، بیان ازادی او د اکثریت په رایو منتخب حکومت او بی بند وباره ازادی وی ، نو ټولی لیکنه مو د همدغه د لویدیز د ایزمی فارمولو څخه وی ، که هر څه په هغه چوکاټو کی راتلل هغه زمونږ عقیده او هغه زمونږ تګلیاره او سیاسی فلسفه ده .
کمونیزم جلا او کاپیتالیزم جلا ، نشنلیزم جال او سکولریزم جلا او جلا مکتبونه او نظامونه ګڼوپه داسی حال کی چه دا ټول د یوه نظام او یوه منبع څخه سرجشمه اخستی .
په نړی کی د حق او باطل د الهی او شیطان دوه نظامونه دی د الهی نظام اسلامی نظام او شیطانی نظام ددموکراسی نظام دی چه د نړیوال ماسونیزم ( چه په راست کی یی اسراییل او د نړی ټول حریص سرمایداران او سیاست مداران قرار لری ) له خوا رامنځته شوی او د هغوی له خوا سپورتیږی اخری هدف یی د نړیوال حکومت یا د زمکی دخدای دعوی کول دی یعنی شیطانی قوتونه غواړی چه د الله ج ځای ونیسی ، فتنو ته سیاست او شیطانی نظام ته د خلکو نظام وایی .
دا اوږد بحث دی په دی تبصره کی به په همدی اکتفا وکړم مننه