تاند- یوه پادري د سیرالیون په خوار افریقايي هیواد کې د الماس یوه غټه ټوټه وموندله.
ویل کېږي چې دا په نړۍ کې د الماس تر ټولو لویه ناتراشل شوې ټوټه ده.
دا الماس، چې وزن یې ۷۰۹ کرېټه یا نژدې ۱۴۰ ګرامه دی، اوس د سیرالیون مرکزي بانک ته سپارل شوی دی.
سره له دې چې دا د نړۍ تر ټولو لوی الماس بلل شوی، دا هم ویل شوي چې دا د نړۍ یو له ۲۰ غټو الماسونو ځنې دی.
مخکې تر دې چې دا الماس د سیرالیون مرکزي بانک ته یووړل شي، لومړی د دغه هیواد ولسمشر ته ورښکاره شو.
د سیرالیون ولسمشر ارنیست بای کوراما په دې مننه وکړه چې دا الماس چا له هیواده بهر ته په قاچاق وړی نه دی.
د اکثرو بېوزلو هیوادونو او د هغو په سر کې افغانان خپلو ملي او تاریخي ارزښتونو او میراثونو ته چندان ارزښت نه ورکوي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د افغانستان په لسګونو رزه لروغوني قاچاق شوي اثار موندل شوي او کشف شوي او یوه برخه یې بېرته افغانستان ته رالېږل شوې خو ډېر نور اثار د پریدو په نصیب شوي دي.
د سیرالیون ولسمشر ویلي چې د دغه الماس موندونکو ته به د هغوی برخه ورکړای شي خو ده ونه ویل چې څومره.
تراوسه پوري د دغه الماس بیه نه ده ټاکل شوې خو ویل شوي چې په تېرو ۴۵ کلونو کې په سیرالیون کې دومره لوی الماس نه و موندل شوی.
په ۱۹۷۲ م کال په دغه هیواد کې د ۹۶۹ کرېټو الماس موندل شوی و.
سیرالیون هم د افغانستان په شان په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی او کانونه، په تېره بیا الماس یې د جګړه مارو ډلو د تمویل اصلي سرچینې ګڼل کېږي.
جګړه مارې ډلې د الماسو په پیسو وسلې اخلې. کټ مټ هغه کار چې په افغانستان کې وسله والې ډلې کوي. په دې توپیر چې افغان جګړه مارې ډلې نورې قیمتي ډبرې پلوري.