څلورمه برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳
نېټه: د ثور پنځه ویشتمه، ۱۳۹۳
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
پوښتنه:
تاسې د امریکا اهداف ستراتیژیک او نفت په ګوته کړل، زه فکر کوم چې دلته د ا مریکا دغه دواړه اهداف یو له بل سره تضاد لري.
ګورئ! که نفتي هدف یې وي نو دا باید سوله یيزه ټرانزیټي لار وګرځوي، اما دوی ستا په خبره غوښتل چې له افغانستانه د روسیې لپاره دوهم ویټنام جوړ کړي، تاسې څه وایاست؟
ځواب:
تاسې د څلوېښتمې سیاست له دوه زره یوولسم سره شریک کړ، حال دا چې دا جدا مسایل دي.
په ۴۷ کال چې پاکستان وزېږېد، نو هغه وخت له انګریزانو سره د افغانستان د ډیورنډ مسئله مطرح وه.
هغه وخت دوی ته د پاکستان موجودیت یو مطرح عنصر کېدای شو ځکه دوی د روسیې په مقابل کې یو نوی ملګری پیدا کړ او امریکایانو داسې فکر کاوه چې افغانستان د روسیې تر لاس لاندې یو هېواد دی او موږ په کې کوم خاص ارزښت نه لرو، اما دا د هغه وخت خبرې وې او دي. زه له ۱۹۹۰ راوروسته د یوې لوبې خبره کوم او دا لوبه بله لوبه ده.
په دې لوبه کې که امریکا مشره ده، هغه به دلته سوله راوستل وغواړي، اما هغه مملکتونه چې له امریکا سره یې ګټې بېلې شوي، هغوی ورته په افغانستان کې مشکلات جوړولای شي. کله چې د دې هېوادونو ګټې یو شي، نو هر څه به پر سمه روان شي.
پوښتنه:
تاسې وایاست چې د یوولسم سپټامبر په پېښه کې په امریکا کې واست، تاسې ته د یو شاهد په توګه دغه بریدونه څومره واقعي ښکاره شول، ماته خو هسې درواغ ښکاري؟ ځکه څنګه اسامه توانېږي چې بریدونه له یو میدان هوايي نه تنظیم کړي؟
ځواب:
هغه څه چې تاسې لیدلي موږ هم لیدلي، البته تیوري ګانې شته، خو په هغه اړه واقعبینانه څه نه شته.
محمدیار:
تاسې په خپلو خبرو کې افغانستان د امریکا لخوا اشغال شوی وباله، نو کله چې دوی د ملګرو ملتونو جواز له ځانه سره ولري، ۴۲ مملکته یې هم دلته د راتګ رسمي مخالفت ونه کړي؛ تاسې هم وایاست چې افغانانو یې هرکلی وکړ نو کله چې داسې وي، او په افغانستان کې د طالبانو په څېر داسې ډله هم واکمنه وي چې ایډیولوژیکه وي او هېڅ معاصر پرمختګ لکه د ښځو ښوونځي، ټلویزون، ټکنالوژي ونه مني، په دغه حالت کې د امریکا راتګ په کوم دلیل اشغال بللای شو؟
ځواب:
دلته دوې مسئلې دي: دا چې د طالبانو حکومت د یوې فلسفې پر اساس ولاړ حکومت و، دا یو جلا بحث دی.
مګر د طالبانو حکومت درې هېوادونو په رسمیت پېژندلی و، په ملګرو ملتونو کې یې غیر رسمي استازی درلود، په امریکا کې یې هم غیر رسمي استازی درلود.
د استازو درلودل که غیر رسمي هم و، دا د مشروعیت معنا ورکوي، د یو حکومت د موجودیت معنا ورکوي.
د اسلامي فلسفې پر اساس که وګورو نو حکومت له څو لارو رامنځته کېږي، یو د رایو له لارې، یو د اشغال له لارې، یو هم د جرګې له لارې.
خو خیر حکومت قانوني و، دا چې زموږ په خوښه نه و، دا یوه بېله خبره ده، خو د یو قانوني حکومت له منځه وړل، که د هر اصل پر اساس وي ښه نه دی، حتی د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو جواز هم د دوی د منشور خلاف و.
دلته حقوقي مسئله مطرح ده، کله چې د ملګرو ملتو فیصله د هغوی د منشور خلاف وي، نو څنګه ورته قانوني ویلای شو؟
بل، اشغال هغه وخت رامنځته کېږي چې کله یو مملکت د خپلو سرحدونو او خپلو ځواکونو واک ونه لري.
په افغانستان کې زمکه او هوا د بهرنیانو په لاس کې ده، کله چې داسې ده نو د آزادۍ مسئله څنګه مطرح کړو؟؟
محمدیار:
نو د امریکا له راتګ د مخه افغانستان خپلواک بللای شو؟؟
ځواب:
د حقوقي اصولو له مخې هو، دلته یو حکومت موجود و هر څنګه چې و، د رباني حکومت خپلواک و، د مجددي حکومت خپلواک و، د نجیب حکومت د روسانو له وتو وروسته خپلواک و، ځکه د افغانستان داخلي قوت د زمکې او فضا کنټرول زموږ په خپل لاس کې و، دا حقوقي مسایل دي، اما سیاسي نه دي.
محمدیار:
ډاکټر صیب زموږ موجوده د ځوان نسل مجموعه چې نه امریکا ده، نه طالب دی، نه ګاونډی دی، اما د افغانستان ولس دی؛ ستاسې مشوره دوی ته څه ده چې د ملت او افغانستان پر وړاندې یې رسالت څه دی او له بحرانه د هېواد د ایستلو په لار کې دوی کوم مسوولیت لري که نه؟
ځواب:
ټول مسوولیت لرو، زه د تعلیم د نړۍ سړی یم او د سیاست نه، زما ټولې خبرې چې تاسې اورئ، زه یې د تعلیم له برخې کوم له سیاسته یې نه وایم، زه له طالب سره هم کېنم، له حکومت سره هم کېنم، زه د طالب په دفتر کې هم دا خبرې کوم او ورته وایم چې په قدرت کې واست نو ټلویزونونه مو راځوړندول، مګر نن یې پخپله جوړوئ.
په اوسنیو حالاتو کې موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ یوو، زه فکر کوم موږ باید خپل تعلیم ته توجه واړوو، که موږ پوهه ونه لرو په موږ به لوبې کېږي؛ موږ ځکه استعمالېږو چې پوهه او زده کړې نه لرو، زموږ حنفي فقه د استدلال فقه ده، اسلامي ملکونه چې څومره اقتصادي معاملات کوي، هغه همدا حنفي فقه ده، او دا زموږ وسله ده.
په دوهمه برخه کې زه وایم چې بېلابېلې ډلې او ګوندونه جوړول، د ټولنې د جلا والي سبب کېږی، ځوانان دې راشي او خپله دې سره یو ځای شي؛ د دوی له منځه که سیاست وویستل شي، نو د دوی ډیر مشکلات سره حل کېږي.
زه د سیاست پر لاره تللی یم په ۱۹۹۳ کې مې له حزب نه استعفا وکړه او بیا به مې له امریکا نه سباوون مجله چاپوله او ویبسایټ یې اوس هم چالان دی.
فکر کوم ستاسې لکچر یې ښه لار ده، کولای شئ دا پراخ کړئ، یو چا راته وویل، یوه مرامنامه راته ولیکه، زه ملا یم نو ورته مې ولیکله چې یې ولیدله نو ویل یې دا خو کوم ملا لیکلې، ما ویل ها واخله ته یې ولیکه، نو فکر کوم ګذشت ته هم موږ اړ یوو.
په ځوانانو کې یو مشکل ګورم هغه دا چې دلته د اوسېدو پر مهال په څلورو کلونو کې مې ځوانان پر څو برخو تقسیم کړل.
یوه برخه هغه ځوانان وو چې د خپل کلتور، فرهنګ، ژبې، دین نه لرې پاتې وو او هېڅ علاقه یې په کې نه لرله، دوی له پنځلسو تر شلو فیصدو پورې وو.
بله طبقه هغه وو چې له خپل، کلتور، فرهنګ، ژبې او دین سره یې علاقه لرله او ټینګ پرې ولاړ وو، دوی هم پنځه ویشت فیصده خلک وو.
د منځ خلک یې بیا داسې وو چې د لویدیځ کلتور او لویدیځ د تاثیراتو او د خپل کلتور په منځ کې روان دي. د سیند څپه یې کله یو خوا یوسي او کله بلخوا، د بې اعتمادۍ د مفهوم په حالت کې روان دي.
که دوی ښي اړخ ته ولاړل وطن ابادېږي که نه کیڼ لوري ته ولاړل وطن تباه دی.
نو اوس چې ښي خواته څوک ناست دي، پر دوی فرض ده چې دغه نورو ته لاس ورکړي او ویې ژغوري، دا کار د ټلویزون له لارې کېدای شي؛ کنفرانسونه او غونډې دا کار کولای شي، له دې نه فکر پکار دی، اصلاً فکر زېږول مهم دي، که یو شخص خلک پر ځان راټول کړي نو له هغه وروسته حلقه ماتېږي، اما که فکر موجود وي، نو فکر دایمي وي.
وطن پر هر چا حق لري؛ زه یو شي ډېر زهیر کړی یم هغه دا چې ما فکر کاوه ځوان نسل به رشوت نه اخلی، اما ومې لیدل دوی تر هر چا زیات رشوت اخلي، د دې وطن په فساد کې د وطن د پخوانیو په نسبت د دوی لوی لاس دی.

نور بيا…