د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، اداري او مالي معین عبدالمالک صدیقي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۴جوزا/۲۰
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، اداري او مالي معین عبدالمالک صدیقي د سویل لویدیځ زون د یو شمېر قومي مشرانو سره په لېدنه کې و ویل، چې اداره یې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د پراخو اصلاحاتو هوډ لري. د ښاغلي صدیقي په خبره، د دې اصلاحاتو په لړ کې به د سیمه اورګانونو خپلواکې ادارې د اړوندو

ادارو هغه بستونه، چې مسوولین یې د ازادې سیالۍ له لارې نه دي ګومارل شوي، رقابتي شي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، قومي مشرانو ته، په سیمه ییزه کچه د عادلانه او متوزان اقتصادي انکشاف، غوره سیمه ییزې حکومتولۍ او سراسري امنیت د ټینګښت لپاره، د خپلې ادارې د تعهد ډاډ ورکړ.

د سوېل لودیزې حوزې د نورزیو شورا رییس عبدالقدیر دقیق د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري معین په توګه د ښاغلي عبدالمالک صدیقي ټاکل کېدل د حکومت پر ځای اقدام وباله او هغه ته یې له دې امله مبارکي وویله.


نوموړي همداشان د سوېل لودیځې حوزې د شورا په استازیتوب وویل: دغې شورا تل هڅه کړې څو د سولې او امن راوستلو لپاره او همدارنګه د ولس د غوښتنو په هکله له حکومت سره لازمه همغږي وکړي.


نوموړي د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د ولس او حکومت د واټن د راکمولو په موخه دې په سیمه ییزو ادارو کې اصلاحاتو ته توجه وکړي.


په دغه ناسته کې د سوېل لوېدیځې حوزې د شورا مرستیال صالح محمد صفاري، قومي مشر الحاج سید احمد همدرد، حاجی تازه ګل خان باوري او د شورا یو شمېر نورو غړو هم ګډون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *