تاند- د سینګاپور حکومت یو قانون تصویب کړی چې پر اساس یې په ټولنیزو رسنیو او انلاین نړۍ کې د جعلي خبرونو خپراوی جرم ګڼل کېږي.
همداراز د دې ډول جرم لپاره ۱۰ کاله بند او نغده جریمه په پام کې نیول شوې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا قانون حکومت ته حق ورکوي چې جعلي خبر ډیلیټ کړي.
د سینګاپور حکومت دا لایحه، چې له انلاین درغو او جعلکاریو خوندیتوب نومېږي، د ۹ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۲ موافقو رایو تصویب کړه.
د دې قانون له مخې، هغه درواغ او جعلي خبر چې د سینګاپور لپاره تاوان پېښوي یا پر انتخاباتو اغېز شیندي، منع دی.
د انلاین خدماتو وړاندې کوونکو ته امر کېږي چې دا ډول معلومات سمدستي دیلیټ یا لېرې کړي او یا حکومت ته اجازه ورکړي چې مخه یې ونیسي.
د داسې جرمونو لپاره ۱۰ کاله حبس او درنه جریمه ټاکل شوې ده.
د سینګاپور د کورنیو چارو او قانون وزیر (کې شانموګام) ویلي چې د درغي یا جعلي خبر د اصلاح کولو امر به ښايي د ټکنالوژۍ کمپنیو ته کېږي نه هغو کسانو ته چې خبر یې خپور کړی وي.
د سینګاپور صدراعظم لي هسین لونګ د دې لایحې دفاع وکړه، ویې ویل چې ډېرو هیوادونو دا ډول قوانین تصویب کړي او سینګاپور په دې اړه ۲ کاله بحثونه کړي دي.