تاند – د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د شاه فیصل جومات په صحن کې دننه د پاکستاني هلکانو او نجونو ترمنځ جنسي ارتباطاتو خلک سخت په غوسه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي چې هلکان او نجونې یو بل ته غېږې ورکوي او یو د بل په مخصوصو اعضاوو لاس وهي او وروسته سره څنډې ته کېږي.

تر دې مخکې، په کراچۍ کې د پاکستان د موسس محمدعلي جناح په مقبره کې د هلکانو او نجونو تر منځ د جنسي اړیکو راپورونه او عیني شواهد خپاره شوي وو چې پاکستاني تلویزیونونو پرې پروګرامونه جوړ کړي وو. [د جناح مقبره کې د فحاشۍ په هکله راپور]

ویل کیږي چې د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ په شمول په یو شمېر پاکستاني ښارونو کې د ښځو بدلک او د شرابو جوړول او څښل عام کار ګرځېدلی چې پخپله پاکستاني رسنیو هم پرې راپورونه لیکلي دي. (راپور)

د پاکستاني رسنیو له خوا په دې هکله ورکول شوي راپورونه معمولا د پاکستان د غیر پښتني سیمو په هکله دي ځکه د پښتنو سیمو خلک یې تر ډېره پښتني او مذهبي روایاتو ته ژمن دي.

شاه فیصل جومات چې د سعودي د پخواني پاچا فیصل په نامه دی په ۱۹۸۷ کال کې د سعودي عربستان په ۱۲۰ میلیونه ډالره مالي مرسته د مارګلې غره په لمنه کې د ۵۰۱۶ مربع مترو په ساحه کې جوړ شوی چې په یو وخت ۱۰ زره لمونځ‌ کوونکي په داخل، ۲۴ زره په دالانونو او ۴۰ زره نور یې په حوېلۍ کې لمونځ کولی شي. د شاه فیصل جومات په ساحه کې د پاکستان د وژل شوي پخواني دکتاتور او د افغانستان ورانونې د مهم کرکټر ضیاءالحق جسد هم ښخ شوی دی.‌

که څه هم چې په دغه هېواد کې دا او دې ته ورته ډېرې پېښې کېږي او څوک یې مخه نه نیسي، خو د پاکستان پوځ او پوځي استخبارات (آی اېس آی) خپل هېواد د اسلام کلا بولي او په سیمه کې د ستراتیژیک عمق د تعقیبولو په لړ کې د مذهبي افراطیانو په استخدام سره له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې د اسلام په نامه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ته ترهګري صادروي او بې ګناه خلک وژني.

One thought on “په شاه فیصل جومات کې فحاشۍ خلک په غوسه کړي دي”
  1. ډيلي پاکستان ورځپاڼه: د لاهورهوټلونه د جسم فروشۍ او فحاشۍ اډې دي
    http://www.taand.com/archives/85448

    په یوه کال کې لږترلږه ۴۰ زره پاکستانیان په ایډز اخته شوي
    http://www.taand.com/archives/125212

    پاکستان کې پر چینایانو د جنسی غلامۍ لپاره د لوڼو پلورل ګټور کاروبار ګرځېدلی
    http://www.taand.com/archives/140455

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *