۰۴/۰۳/۱۳۹۴ ظفر باوري پکتیکا
دپکتیکا ولایت دمرکز شرنې اړوند د بازار په څلورو خواوو کې د یوولسو مېشتو کلیو د ځمکو د مالکانو شورا جوړه او نن یې په کار پیل وکړ.
په دې شورا کې د عمبرخېلو، امني خېلو، جبارخېلو، عمران خېلو،فاطمه خېلو، ملکانو، ګلاوالو، صغري، حاجي آمیرکلا، یاروالو، او کشیوالو دری دری تنه مشران شامل دي او له همدغو کسانو څخه یوه یوولس کسیزه شورا جوړه شوي ده.
د دې شورا اجرایه غړي حاجي پاچا خان شرنوال رسنیو ته وویل چې دا شورا یواځي د خپلو ځمکو او خپلو حقوقو د دفاع په منظور رامنځته شوې ده او نور اهداف نلري.
نوموړې وویل ((چې د بازار په څلورو خواوو کې پرتې ځمکې شخصي دي او په دولتي ادارو یې غږ وکړ چې په یادو ځمکو کې د هر ډول پروګرام له عملې کولو مخکې باید له دې شورا سره په اړیکه ونیسي)).
دشورا یو بل اجرایه غړي حاجي محمدنسیم هم وویل چې ((ددې شورا هدف د خپلو حقوقو د دفاع دنده ده، او د افغانستان د اساسي قانون تر چتر لاندي به خپل حقوق تر لاسه کوو)).
نوموړي وویل چې(( یو شمېر خلک دې شورا ته بېلابېل نومونه ورکوي تر څو دا شورا بدنامه کړي خو د نوموړي په خبره دا شورا مو یوازي د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره جوړه کړي او نور هیڅ ډول هدف په کې نلرو)).
دا په داسې حال کې ده چې د مرکز شرنې اړوند قومي خلک ددې ولایت له دولتي چارواکو څخه سر ټکوي او وایي چې دولتي چارواکي ددوی ځمکې په بیلابیلو نومونو غصب کوي ، خو بل لور ته بیا دولتي چارواکې د ملکي وګړو دا ډول ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې ډیری ملکي وګړي اوس هم ددولتي ځمکو څخه شخصي استفاده کوي .