د شطرنج ( پچیس) لوبه په ۶ مه عیسوي پیړې کې د هند براعظمکی (د هند نیمه وچه یا براعظمګ په اسیا کې یوه اوږده جزیرې ته ورته پوله ده چې د هند بهر شمال ته موقعیت لري، دې پولې ته برصغیر ځکه وايي چې د جغرافیايي موقعیت او پوهې له اړخه له نورو سره توپیر لري- په برصغیر کې هند، پاکستان، بنګله دېش، بوتان، مالدیپ، نیپال، او د سریلانکا هېوادونه شامل دي) کې پیل شوه، هلته ۳۰۰۰ کاله مخکې د ګفتا د کورنۍ حکومت و.
ګفتا پاچا د لوبو سره بې کچې مینه دلوده.
یو ورځ نوموړي په خپل ریاست کې اعلان وکړچې له پخوانیو دودیزو لوبو نه تر پوزې راغلی، نو اوس هر هغه څوک چې ورته نوې لوبه ور معرفي کړي، په لوړې جایزې به یې ونازوي.
ډېري خلکو خپل- خپلې لوبې ور معرفي کړې، خو پاچا پرې ډاډه نشو، وروسته یو ریاضي پوه چې نوم یې سیسا و، شطرنج یا پچیس لوبه یې پاچا ته ور مخته کړه، پاچا چې دا لوبه ولیده ډېر خوښ شو پاچا په خپلې خوښې کې له سیسا وپوښتل چې وغواړه څه غواړئ؟
سیسا څو شېبې فکر وکړ او پاچا ته یې وویل چې زه خو د وریژو څو دانې غواړم!
پاچا وپوښتل هدف مو څه دی؟
سیسا وویل چې د شطرنج ۶۴ خانې (کورګي) له ورېژو ډکې کړئ، خو زما د فورمولې په مطابق!
پاچا وپوښتل چې دا فورموله څه ده؟
سیسا وویل چې په لومړي ورځ په لومړي خانه کې د ورېژې یوه دانه کېږدئ بیا یې ماته راکړئ.
په دوېيمه ورځ په دوېيمه خانه کې دا دانې غبرګې کړئ، یانې دوه د ورېژو دانې کېږدئ.
درېیمه ورځ په درېیمه خانه کې د دوېيمې خانې غبرګ رقمونه یانې ۴ د ورېژو دانې کېږدئ او همداسې په هره خانه کې د وروستي خانې دانې غبرګوئ څو ۶۴مې خانې ته ورسېږئ.
پاچا د سیسا دا بې وقوفانه غوښتنه ومنله.
دا نو اوس د نړۍ داسې لوبه جوړه ده چې خپله نړۍ یې په حل کې پاتې راغلې، دا په ښکاره اسانه لوبه ښکاري، خو دا د نړۍ یوه ستونزمنه معما ده چې اوس یې درې نیم زره کاله تېریږي، خود ۶۴ خانو ډکول ممکن نه دي.
پاچا په لومړي ورځ د شطرنج په لومړۍ خانه کې یوه د ورېژې دانه کېښوده او بیا یې سیسا ته ورکړه، په دوېیمه ورځ سیسا ته یې دوه دانې ورکړې او درېیمه ورخ یې ۴ ورکړې، څلومره ورځ د ورېژو دانې ۸ شوې، پنځمه ورځ ۱۶ شوې، ۶مه ورځ دا شمېره ۳۲ شوه، ۷مه ورځ ۶۴ شوې او په اتمه ورځ د شطرنج د تختې د لومړې (رو) لیکې په اخري خانه کې ۱۲۸ دانې د ورېژو شوې او په ۹مې ورځ د دې شمېر ۲۵۶ شوه او په ۱۰مې ۵۱۲ شوې، په ۱۱مه د دې شمېر ۱۰۲۴ شوې، ۱۲ ورځ ۲۰۴۸ شوې او همداسې دا شمېره سره غبرګېده او پاچا په دې فکر کې شو چې یو ستونزمن کار سره لاس او ګرېوان شوی.
دی او وزیران یې ټوله ورځ ناست او د ورېژو دانې به یې سره شمېرلې، کله چې د شطرنج درېیمې لیکې اخري خانې ته ورسېدل د ورېژو دانې ۸۰ لکو ته ورسېدې چې پاچا ته د وریژو د راوړلو لپاره او سیسا ته د وړولو لپاره په لسګونو خلک پکار شول.
نو لنډه دا چې کله د شطرنج څلورمې لیکې لومړې خانه یا ۳۳ خانه پیل شوه نو د هېواد ورېژې تمامې شوې پاچا حیران شو او په دې وخت کې یې یو ریاضي پوه راوغوښت او ترې ویې پوښتل چې د شطرنج ۶۴ خانو لپاره څومره ورېژې او څو ورځې نورې پکارې دي؟
پاچا ته راغلی ریاضي پوه څو ورځې ناست و خو د وخت او د ورېژو د دانو کچه یې معلومه نشوای کړای، خو دا کچه له ۳۵۰۰کاله وروسته بلګیټس معلومه کړه.
د بلګېټس فکر دا ده که چېرې موږ له ۱(یو) سره ۱۹ صفره ونښلوو(ولګوو) نو په ۶۴مه خانه کې همدومره د ورېژو دانې راځي.
نوموړی وايي که موږ په یوه بوجۍ کې یو بیلیون د ورېژو دانې ور واچوو، نو د ورېژو د پوره کولو لپاره ۱۸ بیلیونه بوجیو ته اړ یو او ددې وریژو دانو د ګڼلوپه شطرنج اېښودول او پورته کولو لپاره یو بیلیون کاله ته ضرورت لرو چې په عام کالکولېټر( حساب ماشین) باندې محاسبه ناممکنه ده چې یوازې د کمپیوټر په واسطه یې محاسبه کولای شو.
شطرنج جوړونکي سیسا او ګفتا پاچا ترمنځ په دې معامله کې کله چې پاچا ۶۴ خانې ته ورسېد نو فوراً یې ونیو ځکه د شطرنج په نیمايي کې پاچا ته د ورېژو د پوره کولو لپاره ۵ نیمې ورځې ولګېدې او کله چې نورو خانو ته یې خوځېدې نو د هېواد ټولې وېژې ختمې شوې چې په دې سره پاچا کړیکه کړه او له ډېرې غوسې یې د شطرنج د جوړونکي سر غوڅ کړ .
دا چې د شطرنج جوړونکی مړ شو خو سردردي یې لا اوس هم پای ته نه ده رسېدلې.
شطرنج له هنده ایران ته لاړه او له هغه ځایه بغداد ته او له بغداده بیا هسپانیا ته او له هسپانیا څه بیا اروپا ته ولېږدول شوه او اوس په ټوله نړۍ کې دا لوبه عامه ده.
ویل کېږدي چې دا لوبه سیاست ته ورته ده په کومه کې چې له پیاده نیولی تر وزیره او پاچا پورې ټولې کړنې پکې موجودې دي، خو یواې یو کړنه(کردار) پکې نشته چې هغه د قاضي دنده ده- هو په شطرنج لوبه کې قاضي نشته.
ژباړه: کمالپوري

One thought on “په شطرنج لوبه کې قاضي نشته!/ ژباړه: کمالپوري”
  1. په زړه پوری لیکنه وه

    که غواړی خپل فکر ته تقویه ورکړی، نو کله کله په شطرنج کی ځان بوخت وساتی.

    کمال پوری صاحب ډیره مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *