د شعر د تاثير نه څوک انکار کولاى نه شي، د شعر د تاثير نه انکار کول، داسې مثال لري، لکه يو سړى چې د لمر د پټولو کوشش په دوو ګوتو کوي، په تاريخ کې داسې ډېر مثالونه شته چې د شاعرانو د کلام جادو ډېر زړونه فتح کړي دي او ځينې وخت په قومي جنګونو کې د شاعر يو بيت هغه کار کړى دى، کوم کار چې توپخانو، رسالو، پلټنو او نورو… نه شو کولاى.
د ميوند په جنګ کې چې د پښتو يوې ټپې کوم کار کړى دى، هغه لښکرو نه شو کولاى.
ميوند د کندهار سره نږدې، د هغې سرک پر غاړه يو تاريخي ځاى دى چې په همدې سرک فراه او هرات ته لاره تللې ده.
په دغه ځاى کې د انګريزانو او پښتنو ترمنځ يوه درنه جګړه شوې وه، په دې جنګ کې پښتنو انګريزانو ته غاښ ماتونکې ماته ورکړې وه، انګريزانو شکست خوړلى و او دغه ماته د انګريزانو په مشرق کې اولنۍ لويه نااميدي او پرېشاني وه.
د پښتنو د لښکرو مشر په ميوند کې سردار ايوب خان وه، چې مزار يې په پېښور کې دى، دغه جګړه په (١٨٨٠م) کال کې رامنځته شوې وه، د جنګ په ميدان کې د انګريزانو فوځونه او عسکر د يو غره په خوا کې پراته وو او د وسلو هېڅ کمى ورسره نه و او د شا له خوا هېڅ خطر انګريزانو نه درلود، ځکه چې د شا له خوا غر و، يوازې د مخې له خوا پرې حمله کېداى شوه. د انګريزانو د لښکرو شمېر د پښتنو په مقابل کې زيات وه، پښتنو د مخامخ نه حمله کوله ، خو له هغوى سره غټ غټ توپونه وو او په منظم ډول يې جنګ کاوه.
اخر د پښتنو لښکرو ماته وخوړه، د لرې نه يوې پېغلې نجلۍ د جنګ صحنه لېدله، د دې نوم ملالۍ وه، ملالۍ چې د پښتنو لښکرې په ماته کې ولېدل، نو منډه يې کړه، د يو ځوان له لاسه يې بيرغ واخيست او په اوچت ښکلي اواز يې د زړه د احساسه او درده دا ټپه وويله:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خداېږو لاليه! بې ننګۍ له دې ساتينه
پېغلې دغه ټپه څو څو وارې تکرار کړه او ځوانان يې په غېرت راوستل، چې د جنګ نه ولې تښتئ دا د قام او ننګ جنګ دى.
د پېغلې دې ټپې په زلمو کې د جنګ لپاره سر دوباره همت او جوش پيدا کړو، ځوانان د جنګ ميدان ته بېرته راوګرځېدل او د انګريزانو په لښکرو يې د زمرو په شان حمله وکړه. انګريزانو ماته وخوړه او په لښکرو کې يې ډېر مړي او زخميان وشول او په تېښته مجبور شول.
د ننګيالۍ ملالۍ يوې ټپې چې د ميوند په جنګ کې کوم کار کړى دى، دا کار د دنيا هېڅ شي نه شو کولاى.
مولانا (حالي) وايي: ځينې وخت د شاعر کلام د انسانانو په زړه داسې تاثير وکړي، چې نه يوازې د شاعر کلام او شعر په خلکو کې شهرت پيدا کړي، بلکې د شاعر شخصيت او خصلتونه داسې د خلکو خوښېدای شي، چې د هغه عيبونه د خلکو په وړاندې ورک شي.
(لارډ بايرن) د خپل وخت د شاعرانو ترمنځ ډېر مشهور دی او د ناپيليون اعظم په نوم يادېده، د هغه په اړه وايي، خلکو به د هغه تصور ويستلو او د هغه نخښې او ياګارونه به يې په فخريه اشعارو کې ستايل، د هغه اشعار به يې يادول او د هغه په شان د شعرونو ويلو کوشش به يې کولو، بلکې دا کوشش به يې هم کولو چې د هغه په شان ښکاره شي.
په يورپ کې د پخوا نه د سياسي مشکلاتو په وخت کې د شاعرۍ نه ډېر کار اخيستل شوى دى اروپايانو د همېش لپاره د شاعرۍ په واسطه خپل قوم يې تحريک کړى دى.
په يوه زمانه کې د (ايتهنز) او (مګارا) د خلکو ترمنځ د (سليمس) په جزيرې جنګونه روان و او دواړو خواوو ددې جزيرې لاس ته راوړلو اميد درلود.
تر ډېره وخت د دواړو خواوو ترمنځ جنګ او جګړه وشوه په دې جنګونو کې د (ايتهنز) خلکو په پرله پسې ډول ماتې وخوړلې او اخر هغوى داسې بې همته شول، چې د جنګ نه يې توبه وويسته او په دې خبرې متفق شول، هر چا چې د جنګ ايره وکړه او يا يې خلک د جنګ لپاره وهڅول، هغه به د خلکو په وړاندې وژني.
په دغه زمانه کې د يونان مشهور قانونپوه (سولن) ژوندى وه، هغه ته ډېر غيرت ورغی، اراده يې وکړه چې خلک بيا د جنګ لپاره وهڅوي، نو ځان يې په لېونتوب ووهه، د (ايتهنز) په خلکو کې ددې د لېونتوب اوازه خوره شوه.
هغه له درد او سوز نه ډک اشعار وليکل، زړې او شلېدلې جامې يې واغوستې، يو زوړ خيرن څادر يې په سر کړو او د کور نه بېرون ووتو، خلکو چې هغه په داسې حالت کې ولېدلو، له کوره ووتل او ګردچاپېره ترې تاو شول، هغه په يوه جګ ځاى ودرېده، دا هغه ځاى و چېرته چې د يونان فصيح ژبې خلکو تقريرونه او نصيحتونه کول او د خپل عادت خلاف اشعار ويل يې شروع کړه ددې د اشعارو مضمون دا وه.
(کاش چې زه په ايتهنز کې پيدا شوى نه واى، بلکې په عجم يا بربر کې پيدا شوى وی، هغه حالت به ما لپاره ډېر بهتر و نسبتاً د اوس حالت نه، دا خو به خلکو راته نه ويل چې دا د هغه يونان اوسېدونکى دى، د کوم يونان خلکو چې په سلميس کې ماته خوړلې ده او د ميدان نه تښتېدلي دي، ملګرو، واطندارانو! له دښمنانو نه بدل واخلي او د شرم او بې غيرتۍ د ا بد داغ د خپل ننګ او ناموس د لمنې نه لري کړئ، تر هغې پورې په قراره مه کينئ ترڅو پورې چې خپل بايللى ملک د دښمنانو نه لاس ته رانه وړئ.
د (سولن) غيرت انګيز اشعار د (ايتهنز) د ځوانانو په زړونو کې د انتقام او بدل اوربل کړو، هغه وخت ټولو وسله واخيسته، (سولن) يې د خپل لښکر مشر مقرر کړ او په کښتيو کې کېناستل او د(سلميس) په جزيره راواوختل د (ايتهنز) د خلکو قبضه وشوه د (سلميس) ډېر خلک يې ونيول او ځينې د دوى مال او کورونه پرېښودل او په تېښتې بريالي شول.
په کال (١٨٣٠م) کې (چارلس دهم) د فرانسې بادشاه د ازادۍ د قانون خلاف کارونه يې پیل کړل، د فرانسې په خلکو کې ډېر هيجان پيدا شو.
د فرانسې شاعران دوه مشهورې قصيدې وليکلې، په دې قصيدو کې يوه د (پاريس) دقصيدې په نوم يادېږي او بله قصيده يې د (مارسلز) قصيدې په نوم يادېږي، دا قصيدې به د ښارونو په واټونو کې د ساز او سرود سره په ډېر ښه او احساساتي آواز سندرغاړو ويلې او خلکو ته يې ترغيب ورکولو چې د بادشاه نه بغاوت وکړي او د خپلو حقوقو غوښتونکي شي، نتيجه يې دا شوه چې بادشاه په خپلو کړنو پښېمانه او د خلکو نه يې معذرت وغوښته، اروپايانو د شعر او په خاص ډول د ډرامايي شاعرۍ نه ډېر کار اخيستى دى، د شکسپير د ډرامو نه اروپايانو چې کوم سياسي، اجتماعي او اخلاقي ګټې ترلاسه کړي دي، هغه د انجيل برابر ګڼي، بلکې کوم خلک چې د مذهب د قيد نه ازاد وي او د اسماني کتابونو قايل نه دي، هغه خو د شکسپير ډرامايي شاعري د انجيل نه هم بهتر ګڼي.
د اسيا د شاعرانو په تاريخ کې هم داسې مثالونه شته، د عربو نابينا شاعر (ميمون بن قيس) چې په اعشى مشهور وه، په خپل کلام کې غير معمولي تاثير لرلو، چې د چا مدحه به يې وکړه، نو هغه به يې په ټولنه کې د ستايلو ور کړو او چې د چا حجوه به يې وکړه؛ نو ذليله او خوار به يې کړو.( ۴۶)