د مطالبو فهرست:
۱: مقدمه
۲: د تلوسې معرفي
۳: په شعر کې د تلوسې ارزښت
۴: له نورو ادبي صنعتونو سره د تلوسې توپير
۵: د تلوسې ډولونه
۶: پايله
مڼه که څه هم زموږ وجود ته ګټه لري، خو موږ ته يې د خوړلو پر مهال ګټه نه، بلکې خوند مهم وي. ښايي بله منبع هم وي چې موږ ته د مڼې په ډول ګټه ورسوي، خو موږ ځکه دې مېوې ته ترجيح ورکوو چې هم خوندوره او هم ګټوره ده. د ډاکټر د ترخو ګوليو يا شربتو په اړه که څه هم پوره تلقين شوي يو او ښه پوهېږو چې روغتيا ته مو ګټه لري، خو بيا هم هڅه کوو چې له دې درملو پرته مو علاج وشي. د ډاکټر له درملو ځکه تښتو چې درمل خوندور نه، بلکې يوازې ګټور دي.
په شعر کې هم دغه خبره ده. ډېر ځله به مو له خلکو اورېدلي وي چې د فلاني شعر وچ دی، سړی يې په لوستلو ستړی کېږي، فلانی شاعر مې هيڅ نه دی لوستی، فلانی مې لږ لوستی دی، د فلاني شاعري مې ډېره خوښېږي، په شاعرۍ يې هيڅ نه مړېږم، څو څو واره مې لوستې، خو بيا مې هم زړه غواړي چې شاعري يې ولولم.
ښايي لږ خلک، هغه هم شعر پېژندونکي به د شعر داخلي يا بهرنيو ځانګړتياوو ته اشاره وکړي، خو عام خلک يوازې وايي چې د فلاني شعر خوند نه راکوي. د شعر لوستل د خوند له مخې پيل کېږي، د لوستلو دوام يې هم په خوند پورې اړه لري او د ګټې پړاو يې وروسته راځي، خو د خوند تر مخه يو بل پړاو هم شته چې هغه د خوند اخيستلو لپاره څوَبه ( اشتباه) ده. فرض کړئ يو مامور له دفتر څخه کور ته راځي، مېرمن يې په کاليو مينځلو بوخت ده، خو سړی ډېر وږی دی او ډوډۍ تيارولو ته انتظار نه شي کولای. د يخچال دروازه خلاصوي او غواړي چې د خوراک لپاره څه ومومي. په يخچال کې د څو ډوله خوړو خوند ګوري چې اخير د خپلې خوښې خواړه مومي او په خوړلو يې پيل کوي.
دا سړی خامخاهغه خواړه غوره کوي چې هم خوندور او هم ګټور وي. د ادبي اثر په تېره بيا داستاني اثارو لوستلو اشتها ته کېدای شي چې په پښتو ژبه کې ( تلوسه ) ووايو. دا چې زموږ موضوع په شعر کې تلوسه ده نو يوازې پر شعري تلوسې خبرې کوو. همدا تلوسه ده چې شعر لوستلو ته مو هڅوي، دا نو د شعر په خوند پورې اړه لري چې څومره مو له ځان سره ساتي، يو بيت، يوه غزل، يو کتاب او که د يوه شاعر ټولې شعري مجموعې لولو. کله چې له شعر څخه خوند او ګټه اخلو، نو دا کار درې پړاوونه وهي: لومړی د شعر لوستلو لپاره تلوسه، بيا خوند او وروسته يې د ګټې پړاو پيل کېږي.
که څه هم نن شعر ډېر دی او لوستونکي کولای شي چې د خپلې خوښې شعرونه ومومي، خو بايد شاعر هم پوه شي چې خلک کوم شعرونه خوښوي او ولي يې خوښوي؟ زموږ ډېری شاعران په خپلو شعرونو کې د لوستونکو د اړتيا او ذوق وړ توکي لري، خو دا شاعران يا لوړ فطري استعداد لري او يا يې اوږده تمرينونه کړي وي.
نن خلک د شاعر کېدو لپاره ډېر وخت نه لري، هغه ځوان چې د شعر استعداد لري، غواړي چې په همدې تانده ځوانۍ کې يې شعر وځلېږي او د خلکو خوښ شي. دا ځوان غواړي پوه شي چې خلک کوم ډول شعر خوښوي او ولي يې خوښوي؟ غواړي د خپل شعر ناوې د خپل عصر په هر ډول ګېڼه او زېوراتو سنبال کړي، غواړي دا کار په شعوري ډول او پوره دقت سره وکړي. ننني ځوان شاعران نه غواړي چې د پخوانيو شاعرانو په شان څو کاله پټ له ځان شعرونه وليکي، لس کاله وروسته دا جرئت پيدا کړي چې خپل شعر په کومه مشاعره کې ولولي يا يې چاپ کړي او بيا لس کاله نور انتظار وکړي چې شعر يې پوخ او خلک يې شعر ته شعر ووايي.
د شعر د خوندور کېدو لپاره ګڼ شمېر لارې چارې شته چې يوه برخه يې لفظي او معنوي صنعتونه دي. د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې داسې صنعتونه کارول شوي چې خلک د همدې صنعتونو له برکته د هغوی شعرونه خوښوي، خو دا شاعران نه دي خبر چې خلک يې ولي شعرونه خوښوي؟ که يو شاعر دا صنعتونه وپېژني نو لږ تر لږه د خپل شعر د برياليتوب يا ناکامۍ لاملونه به يې پېژندلي وي. د شعر د معنوي او لفظي ښکلا صنعتونه له شعر څخه دباندې نه دي جوړ شوي، بلکې لومړی په شعرونو کې کارول شوي او بيا له شعرونو څخه را ايستل شوي او تحليل شوي دي، نورو شاعرانو دا تحليلونه لوستي او بيا يې په شعوري ډول په خپلو شعرونو کې استعمال کړي دي.
دا چې خلک ولي يو شعر خوښوي ډېرې ځانګړتياوي لري چې يوه ځانګړتيا يې هم تلوسه ده. له ډېرو شاعرانو او شعرپېژندونکو څخه به مو اورېدلي وي چې د لنډې کيسې، ناول او نورو ادبي ځېلونو په شان په شعر کې هم تلوسه ضروري ده يا د فلاني شعر ډېره تلوسه لري، خو ما د دې مقالې تر ليکلو پورې تر اوسه پر دې موضوع بحث نه دی اورېدلی او نه مې کومه ليکنه لوستې چې په شعر کې تلوسه څنګه پيدا کېدای شي؟ کله چې مو دې هدف ته د رسېدو لپاره عملي او تخنيکي لاره پيدا کړه، نو ادبي صنعت ورته ويلای شو.
دا چې اکثره ادبي صنعتونه عربو کشف کړي او يا موږ ته د عربي پوهانو پر لاس رارسېدلي، نو اکثره نومونه يې هم عربي دي. دا چې ما تر دې مهاله د تلوسه په نوم کوم صنعت نه دی لوستی، نو داسې فکر کوم چې دا معنوي ادبي صنعت به چا نه وي کشف کړی، نو زه دې ادبي صنعت ته تلوسه (Suspense) نوم ورکوم.
کله چې د يوې پوښتنې ځواب وځنډول شي لوستونکي ته تلوسه پيدا کېږي، همدا تلوسه د دې لامل کېږي چې لوستونکی د خپلي پوښتنې لپاره پلټنه وکړي او شعر تر اخيره پورې ولولي، نو ويلای شو چې تلوسه په شعر کې هغه ادبي صنعت دی چې شاعر يو مطلب په ډېر طبيعي او هنرمندانه ډول پرې کړي يا خبره په نيمه کې پرېږدي، يوه برخه يې په لومړۍ او دوهمه برخه يې په دوهمه مسره ( مصرع) کې راوړي يا د يوه مطلب، شخص، پېښې يا شي نښې نښانې په لومړۍ مسره کې ووايي او اصل مطلب په دوهمه مسره کي روښانه کړي. هدف يې دا وي چې د سوال او ځواب تر منځ واټن ايجاد شي او تلوسه وزېږي. کله چې لوستونکی په لومړۍ مسره کې له سوال سره مخ کېږي نو هڅه کوي چې ځواب يې پيدا کړي، همدا سوال د دې لامل کېږي چې لوستونکی خامخا بله مسره هم ولولي. که لوستونکي ته د شعر يوه بيت خوند ورکړ، نو فکر کوي چې بل بيت به هم دغسي خوندور وي چې په دې ډول د شعر لوستلو ته دوام ورکوي. تلوسه د شعر په ډول ډول فورمونو او واحدونو کې موجوده وي، خو موږ يې د شعر په يوه متوسط واحد ياني بيت کې څېړو.
له نورو ادبي صنعتونو سره د تلوسې توپير
تلوسه او لف او نشر:
(لف) په عربي ژبه کې نغاړلو او راغونډولو او ( نشر ) غوړولو ته وايي، خو په ادبي اصطلاح هغه صنعت دی چې يو شاعر په يوه مسره کې د يوه مطلب لنډيز راوړي او بله مسره کې هغه تشريح کړي، خو په تلوسه کې هدف لنډيز او تشريح نه ده. په تلوسه کې لوستونکې ته تلوسه پيدا کېږي چې په بله مسره کې به څه راغلي وي، خو لف او نشر د خبر د سرليک او تفصيل غوندي وي، لوستونکی وار له واره پوهېږې چې په دوهمه مسره کې خامخا د لومړۍ مسرې تفصيل راځي.
تلوسه او مراعات النظير:
مراعات النظير صنعت ته تناسب، تلفيق او تلازم هم وايي. په دې صنعت کې شاعر د بيت په يوه مسره کې يوه کلمه يا شی ياد کړي او په دوهمه مسره کې د مخکينۍ يادي شوي کلمې نور مناسبات او ملايمات راوړي. موږ مخکې د تلوسې صنعت تعريف کړ چې دا دی له مراعات النظير سره څرګند توپير لري.
د تلوسې ډولونه:
ښايي ډېرې لارې چارې به وي چې له امله يې په شعر کې تلوسه زياتېږي، خو موږ په دې ليکنه کې اووه داسې تخنيکونه په ګوته کوو چې په شعر کې تلوسه پيدا کولای شي.
۱: د مبتدا او خبر تر منځ واټن پيدا کول
کله چې يو شاعر د جملې مبتدا په يوه مسره او خبر يې په دوهمه مسره کې راوړي د مبتدا او خبر تر منځ واټن پيدا کېږي. په مبتدا کې خامخا يوه پوښتنه وي چې ځواب يې په خبر کې راځي. له بلې خوا د جملې نحوي جوړښت داسي دی چې بايد تر مبتدا وروسته سمدلاسه خبر راشي، خو شاعر قصداً د جملې خبر په بله مسره کې راوړي چې لوستونکي ته تلوسه پيدا شي او مجبوره شي چې بله مسره هم ولولي، لکه په دې بيتونو کې:
د ګلونو په موسم کې خـــــــــــــــوار هغه دی
چې يې نه پياله په لاس نه يـــــــې نګـار شته.
(خوشال بابا)
څه بختورې وي د هغو کليو لارې کوڅې
چې يې د هر چم نه سر ونښلي ګودر ته رسي
( رحمت شاه سائل )
په اخرت کې به مجنون ته وايم
زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه
( ډاکټر اسرار)
درد کوي په زړه کې يې ساتم او که يې باسم
د زړه پر سر مې ښخ دی د نېزې په څېر يو څوک
( احمد فاني )
په احترام يې د سايې غوندې زه ځان را ټول کړم
چې کوم محفل ته لکه لمر جانان را ورسېږي
( محمد نعيم ازاد )
چناره ستا ځواني که زما وای
ما به د پاڼو پر ځای کړي وای ګلونه.
( لنډۍ )
په پورتنيو بيتونو کې ګورو چې په لومړۍ مسره کې مبتدا او دوهمه مسره کې خبر راغلی دی. په لومړي بيت کې خوشال بابا د ګلونو په موسم کې خوار ته اشاره کوي، خو سړی نه پوهېږي چې دا خوار به څوک وي؟ دا چې ډېره مهمه موضوع يې پيل کړې نو سړی مجبوروي چې دا خوار وپېژني، هغه دی چې خوشال بابا په دوهمه مسره کې خوار سړی ډېر ښه معرفي کوي او پوښتنې ته ځواب موندل کېږي. په دوهم بيت کې سائل صاحب د بختورې لارې ځانګړتيا يادوي، خو ځانګړتيا يې په دوهمه مسره کې يادوي. د دريم بيت په لومړۍ مسره کې سړی نه پوهېږي چې شاعر به په اخرت کې مجنون ته څه ووايي؟ خو په دوهمه مسره کې خپله خبره پوره کوي او داسي مطلب بيانوي چې هم خبر لري او هم يې خبره نوې ده. د څلورم بيت په لومړۍ مسره کې سړی نه پوهېږي چې د شاعر په زړه کې داسي څه دي چې نه يې پرېښودای او نه يې ايستلای شي، خو وروسته معلومېږي چې په خپل زړه کې پروت جانان يادوي چې د نېزې غوندې يې په زړه کې ښخ شوی دی.
۲: د مشبه او مشبه بِهِ تر منځ واټن پيدا کول
په دې ډول تلوسه کې شاعر (مشبه) د بيت په لومړۍ او ( مشبه به ) په دوهمه مسره کې راوړي. څرنګه چې مشبه او مشبه به سره نژدې او تړلي خواوي دي، نو لوستوکی عادت شوی چې دا خواوي نژدې او څنګ په څنګ کې سره وويني، خو کله چې مشبه په يوه مسره او مشبه بِهِ په بله مسره کې راځي نو دوې لازمې او تړلي خواوي سره جلا او تر منځ يې واټن راځي چې د تلوسې سبب کېږي لکه دا بيتونه:
التفات او تغافل غبرګې چړې دي
ته چې سترګې نازولي واړوې
( عبدالهادي داوی )
خدای خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل
مار و لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې.
( محمد صديق پسرلی )
په لومړي بيت کې التفات او تغافل مشبه خواوي دي چې چړې غوندې اغېز لري، خو مشبه به د معشوق سترګې دي چې په دوهمه مسره کې يادې شوي دي. په دوهم بيت کې زاهد که څه هم چې په اعتکاف کې ناست دی، خو شاعر شک لري چې خوی به يې بيا هم بدل نه شي، ځکه چې مار او لړم هم ټول ژمی په غار کې پټ وي، خو بيا يې هم خوی نه بدلېږي. دلته زاهد مشبه بلل کېږي چې په لومړۍ مسره کې راغلی او مار او لړم مشبه به دي چې په دوهمه مسره کې ياد شوي دي.
۳: د تشبيه د اړخونو سره اړول
که چېرې په لومړۍ مسره کې مشبه به او دوهمه مسره کې مشبه راشي اوښتې يا مقلوبه تشبيه بلل کېږي. په کلام کې معمولا لومړی مشبه او بيا مشبه به راځي، خو کله چې د تشبيه خواوي سره واوړي نو له يوې خوا د مطلب په ارايه کې نوی والی راځي او له بلې خوا لوستونکی حيرانوي چې په دې ډول تلوسه زېږي لکه د اتڼ دا ناره:
لمن چې دې تر پوندو لاندې کېږي
د ډول اواز ته غوږ شه
په تا پسې مې زړه داسې دربېږي.
په دې مثلث ډوله ناره کې د زړه دربا د ډول له دربا سره تشبيه شوې ده، خو دا چې د زړه درزا د ډول په پرتله ناقصه يا کمزورې ده او چندان د لوستونکو توجه نه جلبوي، نو لومړی مشبه به يانې ( ډول ) ياد شوی او بيا مشبه ( زړه ) ياد شوی چې په دې ډول هم په مطلب کې نوی والی راغلی او هم يې تلوسه پيدا کړې ده.
د اوښتې تشبيه نورې بېلګې:
دا هلال دى چې ليده شي په شفق كــــــې
كه په لاس د ګل اندامې سپين وښى دى
(رحمن بابا)
محبت غلام پادشاه، پادشاه غلام کا
خبر واخله له ايازه له محموده
***
په توانګر باندې اطلس لکه شړۍ ده
په نادار باندې شړيه ده ورېښمينه
***
د لوهړ ګلونه ښه دي تر نلګوسي
ولې بيا چېرې لوهړ چېري نلګوسه
***
په خوښيه کې زاړه لکه زلمي شي
ځوان زلمي تر زاړه لا کاندې ستوه.
(خوشال بابا)
۴: د کل او جز تر منځ واټن پيدا کول
په لومړۍ مسره کې لومړی د يوه شي، پېښې، شخص يا مطلب نښې نښانې يا اغېز راوړل کېږي او په دوهمه مسره کې خپله شی، پېښه، شخص او اصل مطلب يادېږي، لکه د خاطر افريدي دا بيت:
رقيبان خو دې اوس ټول راته راتېر شي
چې يار راغی نو وسله په لاس کې راغله.
د پورته بيت په لومړۍ مسره کې څوک نه پوهېږي چې شاعر ته کومه وسله په لاس ورغلې چې دورمره ډاډه او له هيڅ دښمن او حريف څخه نه وېرېږي، خو په دوهمه مسره کې څرګندېږي چې شاعر خپل يار له وسلې سره تشبيه کړی او په دې ډول ځان ډېر مجهز ګڼي.
نورې بېلګې:
له کوره مې دي ليري، خو بيا هم مې ځوروي
په نيمه شپه کې اورمه چې ژاړي هديرې
( مينه انتظار)
هره ورځ پرې شل او سل چې وژل کېږي
زه د داسې ېوې لار په خوا کې پروت يم.
( ډاکټر فيض محمد ځلاند)
۵: د مدعا او دليل تر منځ واټن پيدا کول
شاعر د بيت په لومړۍ مسره کې يوازې ادعا کوي، خو په دوهمه مسره کې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره دليل راوړلي لکه دا بيت:
قاتل به نه يې خو زه دومره ګواهي ورکوم
توره دي تکه سپينه يووړه، تکه سره دي راوړه
( دروېش درانی )
۶: مسره په پوښتنه پای ته رسول
شاعر د بيت لومړۍ يا دوهمه مسره په پوښتنه پای ته ورسوي. تلوسه د يوې پوښتنې په ځواب پسې د لټون نتيجه ده، کله کله تلوسه پوښتنه او کله بيا پوښتنه تلوسه زېږوي، دلته هم پوښتنه د تلوسې لامل کېږي، لکه دا بيتونه:
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا پر اوږو؟
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نه شي
( رحمت شاه سائل)
تر بڼو چې راغلې څنګه به ستنېږي؟
اخير اوښکې خو هم سپينې پښتنې دي
( محمد صديق پسرلی)
د يزيد هر سړی خلاف دی اوس به دا وګورو
چې له حسين سره څو کسه ميدان ته رسي؟
( دروېش درانی )
ای! چې مې وژنې نو چاړه او خنجر څه له راوړې؟
زه خو په مازې باد ورکېږم د ايرې غوندې يم
( سيد جيلاني جلان )
۷: د فعل او فاعل تر منځ واټن پيدا کول
يو شاعر په خپل کلام کې لومړی فعل يا پېښه راوړي، خو فاعل يا د پېښې عامل په دوهمه مسره کي يادوي. په پښتو ژبه کې مبتدا اکثره وخت فاعل وي چې د جملې په سر کې راځي، خو که فعل لومړی او فاعل وروسته ياد شي، نو لوستونکي ته تلوسه پيدا کوي، لکه دا بيتونه:
داسي نه چې دا يې وکړه نور به نه کړي
چې يې زړه شي هغه کاندې پاچاهان
( رحمن بابا)
خپور ريګستان شه، ستړی ستړی مې په غېږ کې واخله
د هريرود غوندې ستومان له يکاولنګه راغلم.
( اجمل اند)
د لومړي بيت په لومړۍ مسره کې لوستونکی نه پوهېږي چې څه پېښ شوي او چا پېښ کړي دي؟ خو په دوهمه مسره کې د پاچاهانو کړه وړه ياد شوي دي. دغه ډول د دوهم بيت په لومړۍ مسره کې هم څوک نه پوهېږي چې دا ستومانه څوک دی چې له مقابل لورې څخه غواړي په غېږ کې يې ونيسي؟ آن دا چې سړی دومره هم نه پوهېږي چې فاعل انسان، حيوان، جامد، مايع او که بل ډول موجود دی، خو په دوهمه مسره کې څرګندېږي چې د شاعر هدف د هريرود سيند دی چې له يکاولنګه راغلی دی. دا چې سيند ډېر اوږد واټن وهلی، نو په لاره کې يې له ډېرو کمرونو او لويو ډبرو سره ډغرې وهلي او اوس له ارام ريګستان څخه غواړي چې د هغه په پسته او ارامه غېږه کې استراحت وکړي.
نتيجه:
ټول شاعران او شعرپېژندونکي په دې اړه په يوه خوله دي چې په شعر کې تلوسه ضروري ده او هغه شعرونه چې تلوسه لري خلک يې ډېر خوښوي. ښايي په دې اړه به څېړنې هم شوي وي، خو لا تر اوسه څوک نه دی بريالی شوی چې تلوسه په شعر کې د يوه خپلواک ادبي صنعت په توګه معرفي کړي. زما له ډېره وخته په شعر کې تلوسې ته پام دی، په دې اړه مې د ادبي فنونو له ډېرو استادانو او شاعرانو سره خبرې کړي دي، خو يوه يې هم نه دي راته ويلي چې په دې اړه کار شوی دی، ځکه نو زه داسې فکر کوم چې ښايي لومړی به زما دې صنعت ته ورپام شوي وي.
اوس هم پوره باوري نه يم چې په دې اړه به يوازې ما څېړنه کړې وي، خو دومره خوشاله يم چې د ادبپوهانو او کره کتونکو د بحث لپاره مې هم يوه ضروري موضوع موندلې او هم مې يوه خامه نقشه چمتو کړې ده. زه فکر کوم چې دا ليکنه به ډېرې نيمګړتياوي ولري، ځکه چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره مې بېلګې په ډېره بيړه موندلي او له بلې خوا په دې هم پوره ډاډه نه يم چې د هر مفهوم لپاره به مې مناسب اصطلاحات موندلي وي، نو هيله ده چې ابپوهان او کره کتونکي به په دې اړه نورې څېړنې هم وکړي او په شعر کې د تلوسې په اړه به عملي لارې چارې وړاندې کړي.