پوهنیار سید اصغر هاشمي-

د عاطفې صدق دا دى چې عاطفه يو حقيقي اساس ولري او د شاعر د زړه غږ وي. که تاسې يو غزل راواخلئ، چې شاعر په کې د زړه په شعور د ښکلا لوړو پوړيو او برخو ته رسېدلى وي او د عاطفې صداقت په کې وي او له يوه بل غزل سره يې پرتله کړي، چې په تکلف جوړ شوى وي او له مبالغو نه ډک وي، رښتياني عواطف په کې نه وي، درته معلومه به شي، چې د تاثير په لحاظ د ځمکې اواسمان په پرتله فرق لري.

هغه شعر په زړونو ډېره اغېزه کوي، چې له زړه راوتلى وي، نو بايد سړى زړه د شعر ماخذ وګڼي او له احساساتو او عواطفو، قلبي تمايلاتو او رښتيانيو جذباتو په کې کار واخلي، په دې صورت کې نو تشبيه، استعارې، تخيل او تمثيل هم روح پيدا کوي او په ادبي صفتونو کې هم يو حقيقي خوند پيدا کېږي. مګر که سړى په شعر کې يوازې ادبي فنون استخدام کړي او بې له کوم قلبي تاثره رنګين الفاظ پيدا کوي او سره نښلوي يې نظم به جوړ شي، فن او صنعت به په کې وي، مګر د زړه د فتحه کولو او د بديعي احساساتو او عواطفو د تحريک قوت به په کې نه وي.

شعر د زړه غږ دى او بې له ضميره بل ماخذ نه مني. که څوک ورپسې کتابونه لټوي، چې ښکلي کلمات او تعبيرات پيدا کړي بې له دې نه، چې قلم په غاښ کړي او شونډې وچيچي نور څه لاس ته نه درځي، مګر که زړه ته مراجعه وکړي او د زړه وينا ريکارډ ((ثبت)) کړي، هغه چې هر څه وي ساده خبره وي که تشبيهات او استعارې وي په دواړه حالونو کې ورته شعر ويلاى شو او تاثير په کې وينو.

د عواطفو او احساساتو په نظر کې نيولو سره دوه ډوله شعرونه، چې په يو ډول کې رښتياني عواطف وي او په بل کې نه وي، داسې مثال لري. لکه چې يو شاعر د خپلې محبوبې يا د خپل اولاد په مړينه کې مرثيه جوړه کړي او يو بل شاعر د کوم لوى او معتبر سړي په مرګ کې د پيسو او مکافاتو لپاره مرثيه وليکي او کوښښ وکړي، چې ډېر اوصاف ورپورې وتړي او ډېر شعري صفتونه په کې ځاى کاندي، مګر هغه د زړه درد او رښتياني عاطفه چې په لومړي مرثيه کې وي په دويمې کې نه وي او په پردي مړي ژړا وي نو دا شعر هېڅکله هغسې نه شي کېداى او هغه مقام ته نه شي رسېداى.

ځکه چې هغه روحي رابطه، چې په لومړي شعر کې د مړي او شاعر ترمنځ موجوده ده، دلته نشته او همدغه شى حقيقي او غير حقيقي ادب يو له بله بېلوي او بېل – بېل قيمت ورته ټاکي.

لاندې شعرونه وګورئ، په ځينو کې ادبي فنون او صنايع دومره ډېر نشته او يوازې له همدې لامله، چې د زړه نارې دي په زړه اثر کوي، مګر ځينې نور چې په تکلف او د صنعت په زور جوړ شوى ښايست لري خو د لبري او دلربايي نه لري.

لومړى قسم شعرونه:

په سرو لبانو دې پېزوان وهي ټالونه کنه

زلفې جالونه کنه

سترګې دې تورې جلۍ      زلفې سمسورې جلۍ

ستا په تندي کې عجب خوند کا شنه خالونه کنه

زلفې جالونه کنه

وخت د بهار دى جلۍ          وطن ګلزار دى جلۍ

راځه چې دواړه د باغچو وکړو سليونه جلۍ

زلفې جالونه کنه

د باده خان خبرې        درومرجان خبرې

زما له شعر نه قربان شه نور شعرونه که نه

زلفې جالونه کنه

*****

چپې مې په زړه ځي د غم داسې داسې
ژوندون مې کړ تنګ ستا ستم داسې داسې
نه پاتې مجنون، نه فرهاد نه شيرين شته
فنا شو په عشق کې عالم داسې داسې
سېلاب مې د اوښکو په مخ ځي هميشه
بهېږي له سترګو مې نم داسې داسې
مېن دې د در يم اى ماه جبينې
کړېږم مدام خورم قسم داسې داسې

لومړنى شعر د زړه نارې دي او په زړه تاثير کوي، دوهمنى شعر په تکلف او زور جوړ شوى، ځکه په زړه تاثير نه کوي. د فارسي ژبې تکړه شاعر خواجه حافظ وايي: ((صنعتګر است ولې طبع روان ندارد)). هغه څوک چې شعر په تکلف او زور جوړوي صنعتګر ورته ويلاى شو او هغه څوک چې د خپل زړه نارې چې طبيعي شکل ولري په شعر کې راوړي نو شعر يې د ريښتيني ولولې او احساساتو درلودونکى وي.

په دې ځاى کې د ښاغلي جهاني يو ازاد شعر د تصوير په نوم، چې تصوير عاطفه او احساس په کې ډېر پياوړى دى د بېلګې په ډول راولم.

سړه د ژمې شپه ده زه ستا له يادونو سره

لکه ماشوم په وړانګو لوبې کوم

ستا د تصوير مخې ته ودرېږم

او دا يوه لحظه دې خپله کمه

هلته سينه کې غولېدلى زړګى وخوځېږي.

او پردۍ مينې ته ټوپونه وهي

تصوير ژوندى شي سترګې ور پوي

پر شونډو بيا ګرځي زاړه قولونه

بيا د سبا د لمر ختو په تمه

شپه تر سهاره شمعې ولګېږي

سترګې سوځي

خو يو ناڅاپه د تصوير له سترګو

د ژوند او مينې رڼا وتښتي

قولونه مړه شي

زه او تصوير پاتې سو

او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه

دواړه لاسونه لېوني لاسونه

بې ارادې د تصوير خواته ځغلي

تصوير څيرې او ژمنۍ سکروټې

لمبه لمبه کې د کلو خيالونه

لايې لمبه په سترګو وينمه خاموشه نه ده

لا د تصوير بې نوره سترګې زما پر لور کږې دي

چې په سينه کې مې د زړه په تل کې

ستا له تصويره سره مينه نوې اور بلوي

او په رګونو مې بڅري ګډ سي

نور دې تصوير ته هم کتلاى نه سم

يوه لحظه دې خپلولاى نه سم

او دا د ژوند سره ملګرې لمبې

دا په رګونو کې ژوندي بڅري

دا د تيارو دا د رڼا ملګري

ستا د خيالونو له محله سره

په تصويرونو رويباري نه کوي

پورتنى ازاد شعر چې د انځور کښنۍ په زړه پورې بېلګه ده، د چا خبره د خوب او بيدارۍ ترمنځ د يو حالت شاعرانه تصوير دى، چې لوستونکي ته پېښه په مخ کېږي. حادثه له خيال نه هستېږي. ذهن عينيت ايجاد وي او په تدريج سره لوستونکي داسې حالت ته راولي، چې ګويا له يوې واقعې، پېښېي سره مخامخ دي. حادثه سره له دې چې ټوله د راوي په ذهن او خيال کې غځېږي. خو شاعر د لوستونکي پر وړاندې د يو ډول مصنوعي خوب د غالبولو نه کار اخلي، احساسات، عواطف او ولوله په کې له ورايه معلومېږي.

په رومانيزم د مکتب په نظر شعر د انسان په نفس کې د احساس او شعور انعکاس دى او د هغې طبعې زېږنده دى، چې تکلف نه مني.

(عبدالرحمن شکري) څرګندوي چې د شعر تر ليکلو مخکې شاعر ته يو عجيب حالت پيدا کېږي، چې د هغه له دوام سره کلمات او ماناوې رادرومي او په شعر بدلېږي. دى وايي: (شاعر هغه وخت شعر ليکلى شي چې يو ډول عصبي انفعال رامنځته شي، په دغه وخت کې يې شعر ذهن ته لاره کوي او د ده په زړه کې عواطف او احساسات راپاروي. بيا شعر لکه سيل بهېږي، که دغسې حالت نه وي او شاعر شعر وليکي، دا شعر پيکه وي او اغېز به يې کمزورى وي.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *