کلمه د ژبې د ګرامر په مورفولوژيک سيسټم کې ځانګړى او مشخص ژبنى واحد دى چې د جملې په جوړښت او بشپړتيا کې د يوه مهم ګرامري توکي په حيث خپل ټاکلى ځاى او ارزښت لري، خو د شعر او شعري ژبې په جوړښت کې يې مقام او اهميت له دې نه هم زيات دى او شاعر ته د محدوديتونو د ټاکلو تر څنګ د انځورونو او شعري ښکلا د پنځولو ځواک هم ورکوي.

په شعر کې مقيدې او ازادې کلمې خپل ځانګړى ارزښت لري او ډېرې کلمې يې دعادي محاورې او عاميانه ژبې خلاف له ګونګ او مجرد حالت وځي ، په خوځښت راځي اودغه چټک خوځښت په کلام کې د موسيقۍ د توليد سبب ګرځي او شعري کلام ته د خپل موقعيت له مخې زړه راښکون ورکوي .

   که څه هم په شعر کې هره کلمه په خپله لومړۍ او دويمه مانا سره کارېږي، کله کله بېلابېلې ماناګانې او تعبيرونه جوړوي، ددې ترڅنګ شاعر د عادي نثر په څېر د مبتدا او خبر د مخکې او وروسته کولو سربېره هم په کلام کې تر نيوکې لاندې نه راځي، خو ددې تر څنګ بيا شاعر پر ځان پسې راکاږي او شته خپلواکي ورنه اخلي.

په شعر کې کلمې شاعر دې ته اړباسي چې بايد د ژبې او شاعرانه کلمو پيروي وکړي، ډېر ځله د کلمو دازاد مفهوم او چاپيريال پرځاى په يوه تنګ قالب کې راګير وي او د خپل فکر، خيال او پيغام د لېږد لپاره ډېره کمه برخه لري او لاس يې په قافيه او رديف تړلى و.

ډېرځله دا خبره مطرح کېږي چې شاعر شعر له قافيې قربان کړى، دلته مطلب همدا وي چې په ځينو وختونو کې قافيې او رديفونه دومره محدود او تنګ شي چې د مسرې ازاده برخه کې شاعر په ډېره سختۍ يو خيال او تصوير له قافيې سره غاړه غړۍ کولى شي، خو د شعر ازاده برخه کومه ده ؟

له غره نه راشي او د غره خبرې ښار ته راوړي

اخېر به ټولې د خپل زړه خبرې ښار ته راوړي

ژبه په ژبه ګرځوي ستا د ښکلا سندرې

خلک به نورې څه او څه خبرې ښار ته راوړي

                   ( زه او ته چې ماشومان وو\ رحماني )

په پورتنيو بيتونو کې غره، زړه او څه د قافيې کلمې دي،( ښار ته راوړي ) رديف ګڼل کېږي، ځکه رديف کېدى شي يوه يا څو کلمې وي. پورتني دوه بيتونه مطلع ده، له قافيې او رديفونو پرته د مسرو نورې برخې ازادې برخي دي چې شاعر په کې نوې خبرې کوي، خو د قافيې پيروۍ او رديف راوړلو ته يې پام وي.

په پښتو اوسني شعر کې د منځپانګې له اړخه ډېر توپير نه شو ليدلى، ډېر شعرونه شته چې چندان فرق سره نه لري، څه چې د دوو شاعرانو شعرونو ته توپير ورکوي، هغه په شعر کې د کلمو د کارونې او اوډنې مهارت او نوښت دى.

     ځکه چې پښتو شعر تر ډېره د کلمو په جوړښت را څرخېږي او د شعري انځورونو د بنسټ ډبره هم د کلمو په مهارت او اوښتون پورې تړلې وي، په دې مانا چې د شعر حسي او عيني انځورونه ممکن د خيال له اړخه هغومره پياوړي او غښتلي نه وي، خو د مناسبو او ښکلو کلمو ټاکنې د انځورونو په روڼتيا کې رول لوبولى وي.

   دا موضوع په شعر کې دومره بنسټيزه او پېچلې ده چې ډېر ځله شاعر ته ځانګړى مقام او پېژندويه نښه ورکوي، په دې مانا چې اکثره وخت يو شاعر په خپله شاعرۍ کې د ځانګړو کلمو د استعمال يا کارونې په سبب پېژندل کېږي او له شعر نه د شاعر د نوم په څېر هره بله پېژندويه نښه هم لرې شي، بيا هم د شاعر د شعر د کلمو له لارې موندل کېږي.

دغه کلمې که د سمبول، تشبېه، استعارې، کنايې او … بل هر ادبي صنعت يا اړتيا لپاره وي، خو د شاعر مهارت او ځانګړى پېژندويه هنر په کې نه ورکېږي او بېرته په يوه بڼه نه يوه بڼه ځان را څرګندوي، خو دا بيا خپله په شاعر پورې اړه لري چې په دويم اودرېيم ځل يې څومره له نوښت او ښکلا سره را څرګندوي او د خپل مخاطب لېوالتيا زياتوي.

   چنار د يوې ونې نوم دى، ډېر شاعران به يې کاروي او په بېلابېلو بڼو او شعري انځورونو کې به يې را نغاړي، خو تر ټولو وړاندې موږ ته پيرمحمد کاروان ځکه سترګو ته درېږي چې دده ګڼ شعرونه له دغه کلمې سره تړلي او موږ يې که د بل شاعر په شعر کې هم لولو، نو سترګو ته مو کاروان ولاړ وي.

همداسې غوڅې شونډې، خاموشې شونډې، لمبې، لوپټه، د لمبو سيورى، د ښايستونو سپرلي، سپورې څڼې او ورته نورې کلمې، اشتقاقونه او ترکيبونه به دکوزې پښتونخوا ډېر شاعران کاروي، خو موږ ته تر ټولو وړاندې رحمت شاه سايل سترګو ته دروي، ځکه چې ده لومړى ځل کارولې اوډېرې په ښکلا او مهارت يې کارولي دي.

   ورته نورې کلمې هم د پښتو ژبې د اوسنيو اوکلاسيکو ډېرو شاعرانو په شعري بېلګو کې موندلى شو چې د هغه شاعر څېره مو سترګو ته دروي، زما موخه دا نه ده چې نور شاعران يې د کارولو حق نه لري، موخه مې دا وه چې ځينې کلمې د وخت په تېرېدو سره د ځانګړو شاعرانو د شاعرۍ په پېژندويه نښو بدلېږي.

   په شعر کې د قافيې او رديف د کلمو ټاکنه خورا زيات ارزښت او اهميت لري او د شعر جوړښتي برخه يې بولي، خو ددې ترڅنګ په شاعرۍ کې ټولې نورې هم ځانګړى مقام لري او بايد په ډېر دقت سره وټاکل شي.

   د شاعر او د ساده يا عادي نثر د ليکوال تر منځ توپير د پښ او زرګر په څېر دى، دوى دواړه له کلمو سره سروکار لري، پښ ډېر شيان د اور او چکس په زور جوړوي، هغومره ظرافت او ښکلا په نه کې نه شي پنځولى، خو زرګر چې څه جوړوي او بيا يې وړاندې کوي هغه ډېر ظريف، ښکلى او زړه را ښکوونکي وي.

   شاعر په خپل شعر کې له الفاظو سره همداسې لوبه کوي او له عادي کلمو او تورو هم داسې انځورونه او ترکيبونه جوړوي چې مخاطبين يې ورته حيرانېږي او د هغه پر هنر او خلاقيت افرين وايي، همدا کله کله ددې لامل شي چې شعر د سحر او جادو په څېر نظرونه د ځان پر لور واړوي.

   د کلمو په پيدا کولو او ټاکلو کې د شاعر بل مثال د شاتو د مچۍ په څېر دى، د شاتو مچۍ د يو څاڅکي شاتو د جوړولو او توليد لپاره له سلګونو او زرګونو رنګارنګ ګلونو او ګلپاڼو تاوېږي او د ګلونو د شيرې له راټولولو وروسته ترې شات او خوږه شېره جوړوي.

د شاعر مثال همداسې دى، دى د خپل شعر د ښکلا لپاره له زرګونو تورو او کلمو طوافونه کوي او بيا د خپلو مسرو او شعري انځورونو د پنځولو لپاره ښکلې کلمې ټاکي او داسې يې سره اوبي چې په عادي او ثابت ډول يې هېڅوک هم تصور نه شي کولى.

     په پاى کې بايد ووايو چې کلمې په شعر کې انځور جوړوي او که چېرته په يوه انځور کې د رنګونو تناسب ګډوډ او نا مناسب وي، نو نقاشۍ ارزښت کموي، همداسې په شعر کې د کلمو ټاکنه او پر ځاى کارونه د نورو شعري جوړښتونو په څېر مهمه او اړينه ده.

   د شاعرانه کلمو ناسمه ټاکنه يا په بله اصطلاح د متبذلو، پرېوتو، بازاري،نا موزونو او نا مناسبه کلمو غوره کول د شعر منځپانګې او ښکلا ته زيان رسولي شي.

   شاعر ته بويه چې په شعر کې د نوښت پيدا کولو لپاره تل د ښکلو او موزونو کلمو په لټه کې وي، بې ځايه تقليد ونه کړي او د بل شاعر نه د غلا پر ځاى په خپل شعر کې نوښتيزه هڅه وکړي او کلمې يوازې د رديف او قافيوي اړتيا له مخې ونه کاروي.

   ددې ترڅنګ د نورو شعري فورمونو ښکلا او منځپانګه د کلماتو له قحطۍ او اړتيا قربان نه کړي، شاعرانه انځور او خيال بايد دومره قوي او غښتلى وي چې د مقناطيس په څېر د وسپنې د زرو په څېر کلمې هم پر ځان باندې را ټولي کړي.

   په دې مانا چې شاعر بايد د کلماتو په شپول او قحطۍ کې دومره را ګير نه شي چې د شعر اصلي منځپانګې ته زيان ورسوي او د موندلو لپاره يې د سوال کچکول په اوږو کړى وي، هر کله چې کلمات په شعر کې په خيال او انځور پسې روان شي، نو داسې وګڼه چې د خپل شعر مخاطبين هم ځان ته په همدې ډول را کاږلى شي.

٢٠١٤ د نومبر ٢٣مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *