يو وخت زموږ د پوهنتون دورې يو استاد ويلي و: (ښه شعر هغه دی چې څوک يې په معنا پوه نه شي.) شايد موخه يې دا وه چې ښه شعر هغه دی چې سړی يې د معنا په موندنې پسې لږ فکر او سوچ کولو ته اړ شي. معنا يې همدا چې په شعر کې دې هنري ابهام موجود وي. کله چې په شعر کې مفهوم او معنا په هنري ډول وپوښل شي او له معمولي ځيرنې وروسته څرګنده شي دا بيا په رښتيا ښه شعر دی. که داسې نه وي؛ نو بيا خبره سمه نه ده. ځکه کله چې يو څوک د يو شي په معنا پوه نه شي؛ نو د هغه د ښه‌والي او بدوالي معيار به څنګه وټاکي.

کله کله سړی يو شعر واوري؛ خو په معنا يې هيڅ پوه نه شي. فکر پرې وکړي، هر څومره چې يې په مخکې پرتې هنري غوټې خلاصېږي، همغومره ورته خوند ورکوي او د معنا په لټون پسې يې نوره ځېرنه هم کوي. خو داسې وخت هم راځي چې سړی دې د شعر په معنا پوه نه شي؛ خو خوند دې ورته ورکړي. ما په خپله هم د هارون باچا يوه سندره اورېده، هيڅ په معنا يې نه پوهېدم؛ خو بلا خوند مې ترې اخيست. کله چې يې وروسته راته چا معنا وکړه؛ نو لا هم ترې نور خوند اخلم. دا نو بيا دا معنا لري چې شعر په خپله يوه جذبه او يو ډول کيفيات دي چې پخپله پرې سړی پوهېږي؛ خو بل ته يې نه شې معنا کولی.

په شعر کې هنري ابهام ښه دی. ادبي صنعتونه په خپله په شعر کې هنري ابهام راپيدا کوي. هر څومره چې يو څه ورک وي په هماغه کچه يې د لټون تلوسه هم ډېره وي. وايي چې ډېر شي، ګنډېر شي. کله چې يو شی ښکاره وي نو ډېر وي. بيا يې هغه خوند هم نه وي. خو په وچ زور د يوې معنا پټول او په لوی لاس يې په الفاظو کې نغښتل نه هنر دی او نه خوند لري.

دا هم اصل نه شي کېدای چې معنا دې حتمي په هنري ابهام کې پوښل شوې وي او که داسې نه وي نو بیا نه ورته ښه شعر ویلي شو او نه خوند لري. که له يوې خوا په شعر کې د معنا هنري ابهام يو هنر دی، خو له بله پلوه په شعر کې رواني، ساده‌ګې او عامې محاورې شعر ته داخلول بيا، بېل هنر دی. په دا ډول شاعرۍ کې که پيغام هر څومره لوڅ او بربنډ وي بیا يې هم خوند څو چنده زيات وي.

په شعر کې شاعر مجبور دی چې د شعري تلازماتو له مخې د الفاظو او کلمو ځايونه بدل کړي. يا مبتدا او خبر، مضاف او مضاف اليه سره وړاندې وروسته کړي. يعنې له روانې محاورې څخه سرغړونه وکړي. خو د ا بيا د شاعر بېل کمال دی چې روانې محاورې او ساده خبرې داسې سره وپيې چې د هنر تر کچې يې ورسوي. دا ډول شاعري ساده خبرې وي؛ خو له کمال او مفهومه ډکې وي.

د يو شمېر شاعرانو شعرونه همداسې بڼه لري چې په عامه محاوره کې هم همداسې کارول کېږي او د شعر په ژبه کې هم شاعر کمال کړی وي او معنا ته يې د الفاظو داسې جامه اغوستې وي چې هم پکې عام مفاهيم خوندي وي او هم يې هنريت په کې ساتلی وي.

د شپې مو بنډار کولو. د يوې ډلې کاريګرو په منځ کې چې نالوستي وو، ناست وم. د ښاپېرۍ ورغوی پروت و. د کاروان صيب لاندې بيتونه مې ترې  ولوستل.

پښې يبلې وهم منډې پروت مې غاړه کې پټکی دی=څاروان مې نارې نه اورې ځي کاروان يې ګړندی دی

له ړزه نه اوښکو ورشئ له ښکاري نښه خطا کړئ = لينده په لارس راکاږي د کبلي په خوله کې تی دی

بس ستا د بنګړو شړنګ باندې کوي تول د سندرو=په خدای که به کاروان دې پوه په سردی یا په لی دی

ځينې نور اشعار مې د کاروان صيب هم وويل. دې ملګرو وويل دا څنګه په سر او په لی نه دی خبر چې دومره قوي شعروونه وايي. د دوی له دې احساس او انګېرنې څخه مقصد د ا دی چې دوی د کاروان د شعر په معنا پوه شوي او خوند يې ورته ورکړی دی. د کاروان د شعرونو د محبوبيت لوی راز همدا دی چې له هنريت او نازکو تشبيهاتو سره سره يې شاعري دومره روانه ده چې د هرې کچې خلک پرې پوهېږي.

د کاروان پورتنی بيت (له زړه نه اوښکو ورشئ) په خپله يو عيني انځور جوړوي. کله چې الفاظ واورې نو ذهن ته دې يو تصوير راځي، چې دا تصوير له ترحم او عاطفې څخه ډک دی. انځور او عاطفه په خپله شعري توکي دي؛ خو په بيت کې دا دواړه توکي په ساده انداز داسې ځای شوي دي چې ډېر ژر يې سړی په معنا پوهېږي او هم خوند ترې اخلي.

د پيغام او معنا له بربنډټيا سره سره يو شمېر شاعران داسې شاعري کوي چې ساده خبرې سره راټولوي؛ خو دومره خوندورې وي چې د سړي وېښته ورته ودرېږي. د دغسې شاعرۍ خوند په همدغې ساده‌ګۍ کې وي. ژبنۍ روانې محاورې او ساده خبرې په شاعرۍ کې راوړل بېل خوند لري. موږ يې بېلګې په لاندې شاعرۍ کې ګورو.

زموږ د کلي او د کور څوک دي === تانه بغير زموږه نور څوک دي

ګرېوان مې پرېږده ته خبره واوره === ای زوروره! ستا د زور څوک دي

اواز يې راکو څه شکمن غوندې شو === غلي يې وويل؛ دا خو نور څوک دي

په پورتنيو بيتونو کې کټ مټ داسې محاورې راغلي چې موږ يې په عادي ورځنۍ د نثر ژبه کې کاروو.

د ممتاز اورکزي لاندې بيتونه هم د روانې نثري محاورې ښې بېلګې دي.

څه دې سبب، خبره اړوم رااړومه === دا څه مطلب؟ خبره اړوم رااړومه

ای تا ته څه تکليف دی؟ غلی کښېنه، غلې کښېنه! === زه د خپل رب، خبره اړوم رااړومه

يادا لاندې بيتونه

چې هم سحر ستا دی، هم شپه صاحبه === څه شوه زما هغه حصه صاحبه!

صاحبه! ای صاحبه! وا صاحبه! === زه چغې وکړم، که قصه صاحبه!

د (لا) مقام نصيب د لويو خلکو === زما ورد، ښه صاحبه! ښه صاحبه!

د ممتاز اورکزي دا لاندې غزل وګورئ چې له سره تر پايه له رواني جوړ دی.

ته زما خوښ يې، ولې مې خوښ يې، زه څه پوهېږم، زه څه خبر يم

اوتر اوتر يم، ولې اوتر، خو بس اوتر يم، زه څه پوهېږم

مزل دی څومره؟ منزل دی چرته؟ سوالونه شته خو، ځواب يې نه شته

سفر سفر دی، څومره سفر دی؟ زه مسافر يم، زه څه خبر يم؟

بې‌نيازي څه ده؟ نياز وايي څه ته؟ نازونه څه وي د نازولو؟

قلندري که همدې ته وايي، زه قلندر يم، زه څه پوهېږم؟

ور معنا بايله، در مطلب بايلو، دربانه څوک يې؟ څه دې غرض دی؟

نه زه د ور يم، نه زه د در يم، زه در په در يم، زه څه پوهېږم؟

ممتاز که نه وای، څه به وه ړنګه؟ اوس چې ممتاز شته، څه ده ودانه؟

زما وجود څه؟ زما مقصود څه؟ د کوم باور يم؟ زه څه پوهېږم؟

دا ډول محاورې په شعر کې کارول شعر ته لويه رواني وربښي او شعر ورسره نورهم ښکلي کېږي. د معنا وجود ته داسې ساده او رنګينه جامه اغوستل څه اسان کار نه دی. که په ظاهر کې دا کار اسان برېښي؛ خو په حقيقت کې دا يو لوی هنر دی چې هر څومره پېچلې معنا ته دا لباس واغوستل شي بيا به هم پرې پوهېدل ډېر اسان او ساده وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *