تمثيل دې ته وايي، چې شاعر او اديب يو مضمون يا يوه مانا داسې بيان کړي، چې اصلي صورت يې سترګو ته ودرېږي.
(تولستوى) وايي: (که چېرې څوک لېوه په سترګو وويني او ترې وډار شي دا هنر نه دى، خو که دغه شخص چې لېوه يې لېدلى نه وي په اورېدونکو کې د نوموړي واقعې په بيانولو سره وېره او ترس پيدا کړي دغه عمل ته هنر وايي.
شاعر بايد يوه واقعه په داسې هنري ډول تمثيل کړي، چې حقيقت ته ډېره نږدې وي.
تمثيل په شعر کې ضروري څيز دى او زښت ډېر اهميت لري (ارستو) وايي: (شعر په تمثيل ولاړ دى نو بايد په شعر کې موجود وي، دى په خپل کتاب (الشعر) کې ليکي، چې يو له هغو شيانو څخه، چې انساني غرايز بلل کېږي د تقليد حس او د تمثيل ذوق دى، نو په شعر کې نقل او تمثيل د انسان په طبيعت ارومرو اثر کوي او انسان ورځينې خوند اخلي، نو د ارسطو په نظريه د شعر د تاثير سبب تمثيل دى.
کوم شعر، چې له تمثيل نه په کې کار اخيستل کېږي، هغه د يوه رسم مثال لري چې بايد د موضوع دقيق نکات په نظر کې ونيول شي او د اصل سره مطابقت ولري.
په تمثيلي شعر کې کله د شعر موضوع يوه منظره يا واقعه وي او کله د احساساتو او تمايلاتو تمثيل په نظر کې وي په دغه وروستۍ برخه کې شاعر د رسام څخه کامياب دى او ځينې نفسي کيفيات او خوندونه شته چې په رسم کې نه راځي او په شعر کې راځي، ځينې تمثيلي اشعار دي، چې شاعر په کې د تخيل څخه هم ډېر کار اخلي، مګر په ځينو کې يوازې تمثيل وي او د تخيل نه هېڅ کار نه وي اخيستل شوى.
په ځينو مواردو کې د شعر لوى صفت همدا وي، چې تمثيل ښه قوي وي او حقيقت په نظر کې ښه مجسم شي.
په فلمونو، ډرامو او اوږده سريالونو کې مرکزي اداکاران او هيروګان که چېرې ښه تمثيل ونه کړي، هغه ته ښه فلم او يا ډرامه نه شو ويلاى او هيرو هم د کاميابۍ پوړيو ته نه شي رسېدلاى.
په شعر کې بيا د احساساتو، افکارو او تخيلاتو حقيقي تمثيل په کار دى، چې ترڅو هغه ته ښه شعر ووايو