تاند- د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې د درو شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ سیالي نن د هند د دهرادوم ښار په راجیوګاندي نړیوال لوبغالي کې کوي.
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ټیمونو تراوسه پورې یوازې یوه شل اوره سیالي کړې ده. دا سیالي په ۲۰۱۴ م کال د شل اوره نړیوال جام پرانیستونکې مسابقه وه چې بنګله دېش په ۹ ویکټونو وګټله. تفصیل