سنګین ولسوالي، په سنګین کې جګړو ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي

خبریال: عادل(لشکرګاه) د هلمند ولایت په شمال کې دولتي چارواکي وايي د تېرو څو مياشتو د جګړو له کبله نژدې دوه زره کورنۍ بې ځايه شوي دي.

په سنګين کې، چې د هلمند په شمال کې تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده، له تېرو څو کلونو را په دې خوا جګړه روانه ده، او له امله يې ځايي خلکو ته د کړاوونو ترڅنګ زیات زیانونه اوښتي دي.

له تېرو دوه مياشتو را په دې خوا په شمالي هلمند کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو لخوا پراخ عمليات پيل شول چې په جنګ کې د ښکېلو خواو له لوري ولسي وګړي هم زيانمن شول.

د سنګين ولسوال محمد داود نورزی وايي، د څو مياشتو جګړې له امله دلته نږدې دوه زره کورنۍ بې ځايه شوي دي.

ولسوال وايي، ۹۰۰ کورنۍ د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې اوسي چې د ولايت مقام او يو شمېر نورو ادارو ورسره د خوراکي او نا خوراکي توکو مرستې هم کړي چې نن به پرې وويشل شي.

د ولسوال په خبره ځينې بې ځايه شوې کورنۍ مرکز لښکرګاه ته د خپلوانو کره تللي دي.

ولسوال محمد داود نورزي وويل: «دلته شاوخوا۲۰۰۰ زره کورنۍ بې ځایه سوي دي اوس چې زموږ کومه سروې وسوه دلته د سنګین په بازار کې کورنۍ میشتي دي شاوخوا۹۰۰ کورنۍ دي او هغه هم دلته په سنګین کې دي، نورې کورنۍ لیرې سیمو ته تللي دي ۴۰۰ کورنیو ته مو نن مواد ورکړل.))

د سنګین ولسوال محمد داود نورزی وایي: په سیمه کې امنیتي حالت د نورو میاشتو په پرتله ښه شوی او اوس تر ډیره سیمه ارامه ده.

یو کال وړاندې سلګونه وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره جګړه پیل کړه. خو طالبان له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل چې له افغان امنیتي ځواکونو دا ولسوالي ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *