تاند- په شمالي وزیرستان کې خلک وايي چې د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو طالبانو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو عام خلک وژلي دي.
دا برید څو ورځې وروسته له دې شوی چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې یو شمېر پاکستاني پوځیان ووژل شول. د اکتوبر په اتلسمه د طالبانو له ځانمرګې حملې وروسته د پاکستان پوځ پر خلکو ړندې حملې وکړې او په ترڅ کې یې لږترلږه ۳۴ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
تر نننیو عملیاتو مخکې د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز خبرداری ورکړی و چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شول پرضد به یې له قوې څخه کار واخلي.
پوځي چارواکي وايي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د دوی د ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه ۲۳ طالبان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو لګولې، خلک په کورونو کې بند پاتې دي او له پاسه د جنګي هیلي کوپترو له لوري پر مختلفو ځایونو د درنو وسلو ګولۍ ویشتل کېږي.
د سیمې یوه اوسېدونکي محمد طیب رسنیو ته د ټېلفون له لارې ویلي چې د پوځ په حمله کې د ده درې ماشومان وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې بې شمېره ملکیان وژل شوي او لا هم وژنې دوام لري. د دوی په وینا د ګرځبندیز له کبله مړي په میدان پراته دي او ټپیان څوک د درملنې لپاره روغتون ته نه شي بېولی.
یوه قومي مشر، چې د امنیتي ځواکونو له ډاره یې خپل نوم نه څرګنداوه، وویل چې تراوسه پوري یوازې په میرعلي کې ۷۰ تنه وژل شوي دي.
ده وویل:«جنګي هیلي کوپترو پر دوکانونو، هوټلونو او د لاریو پر چلوونکو هم حملې کړي او ټول یې له یو مخي وژلي دي.»
له سیمې خپلواک خبریالان راپور نه لري ځکه چې پوځ خبریالان نه پرېږدي چې هلته لاړ شي.
په همدې حال کې د طالبانو یوه قومندان حفیظ ګل بهادر وویل چې دوی به د پوځ د دې حملې کلک ځواب ووايي. ده خبرداری ورکړ چې که پوځ نن پر ملکیانو بریدونه بس نه کړل، ژر به د هغوی پرخلاف په ګڼو ځایونو کې حملې پیل کړي.
د موساکي او هوسوخېل د کلیو ژغورل شویو اوسېدونکو وویل چې مړي یې په میدان پرې ایښي او دوی د سختو حملو له ویرې تښتېدلي دي.
خلک وايي چې د پاکستان پوځ دې ته نه ګوري چې ملکیان وژني که طالبان، پر هر چا او هر کور د درنو وسلو ډزې کوي.