تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد استخباراتي چارواکو تایید کړه چې پر شمالي وزیرستان د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په وروستۍ حمله کې د القاعده او حقاني شبکې یو مهم مشر ابویوسف الجازري(الجزایري) وژل شوی دی.
د پاکستان استخبارات وايي چې الجازري د حقاني شبکې د مولانا اختر ځدراڼ قومندان و.
د پاکستان «ایکسپریس تریبیون» ورځپاڼې د آی ایس آی د چارواکو په قول وویل چې په دې برید کې، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وشو، د پاکستان د طالبانو د تحریک یو مشر رعنا اشرف نوید بټ هم وژل شوی دی. نوموړی د پنجاببي طالبانو مشر و.
برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې د درپه خېلو کلي پر یوه کور وشوچې په نتیجه کې یې یو کور او یو موټر ویجاړ شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی چودري اعزاز احمد د امریکا د بې پېلوټه الوتکې برید وغانده او له امریکا څخه یې وغوښتل چې پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو حملې ودروي.
نوازشریف تر واک ته رسېدو مخکې ویلي و چې که صدراعظم شو نو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو د دوام په صورت کې به د ناټو ترانزیتي لار بنده کړي.
خو ویل کېږي چې د پاکستان استخبارات له امریکا سره د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کوي. په دې حملو کې عموماً هغه عناصر وژل کېږي چې یا په پاکستان کې فعالیت کوي او یا له القاعده سره تار لري.