د افغانستان په يوشمېر شمالي ولايتونو کې د پخوانيو جنګسالارانو د نفوذ قوت او په ځينو ولايتونو کې د واليانو او حکومت پر وړاندې د خنډونو راپيدا کېدو ګڼې اندېښنې را ټوکولې، که يې د مخنوي لپاره کار ونه شي، نو کېدای شي، ډېر ژر د مرکزي حکومت لپاره يو جدي ګواښ رامنځته کړي، چې بيا به يې مخنيوی د افغان حکومت تر وتوان وتلی وي.

دا نوې خبره نه ده، له وختونو وختونو داسې کارونه شوي، چې په حکومتونو کې د ننه کسانو د حکومتونو پښې وهلې او ان هڅې يې کړې، نظامونه يې رانسکور کړي او اوس هم همداسې ده، چې ډېری وخت له لوړ پوړو چارواکو اورېدل کيږي، له وسلو سره غرونو ته خيژي او جګړه به پيلوي، خو مالومه نه ده.

درې اونۍ مخکې په جوزجان ولايت کې د دوستم د بړيڅو له لوري، د ياد ولايت د والي پر وړاندې هله لاريونونه او ګډوډۍ پيل شوې، چې والي عالم ساعي د دغه پخواني قوماندان غوښتنو ته پام ونه کړ. که څه هم عالم ساعي د دوستم له نږدې کسانو وو او ټول وخت يې د دوستم په دسترخوان تېر کړی، دوستم ترکيې ته د زده کړو لپاره واستاوه او له هغه لوري چې راستون شو، هم د ده په فرمايش والي شو، خوستر قوماندان دې وخښموه، چې خپل کس يې ترې نافرماني وکړه او غاړه يې ورسره يونه وړه.

دا لومړی ځل نه دی، چې د دوستم کسان په ياد ولايت کې بلوا رامنځ ته کوي، تر دې وړاندې يې هم د ياد ولايت د پخواني والي جمعه خان همدرد د ګوښه کېدو او د هغه پر وړاندې لانجې راپورته کړې وې، دوی داکار هله پيلوي، چې خپلې ګټې په خطر کې وويني او له خپلې سيورې وويريږي.

په جوزجان او تخار کې لاريونونو او د دوستم د کسانو له لوري هجوم وړلو يوځل بيا خلک رسا اويايمو کلونو ته ورستانه کړل، هغه وختونه يې ورياد کړل، چې د هرې خبرې ځواب د مرمۍ په زور وو او د هرکور درې او څلورمټور د يوه داسې قوماندان لپاره قرباني شول، چې د انسان ژوند ورته په هېڅ مانا و او دی.

تر جوزجان وروسته چې کله په تخار کې د يوې اونۍ لپاره لاريونونه وشول، په سړکونو خېمې ودرول شوې او د حکومتي چارواکو د لرې کېدو غوښتنې پيل شوې، نو مالومه شوه، چې پخوانيو جنګسلارانو نور په هغو سيمو کې ددې نظام پرځای د خپل قومانداني نظام د ټغر دغوړولو تابيا کړې ده.

د دغو جنګسلارانو لاسپوڅي يوازې په تخار کې نه وو، بلکې د افغانستان په ولسي جرګه کې يې هم نارې سورې پيل کړې، چې د لاريون کوونکو غوښتنې دې ومنل شي، خو په اصل کې هغه غوښتنې ټولې د يوه جګړمار قوماندان او ترې ښکته وړو قوماندانانو وې.

دلته د ولس له احساساتو ناوړه ګټه پورته شوه، بيا هم پکې يوه بېچاره کليوال قرباني ورکړه چې د دوستم او نورو قوماندانانو اوس په خا خاطر نه ورګرځي، د کورنۍ پوښتنه به يې لا نه وي کړې، د هغو ټپيانو په سره به لا نه وي دريدلي، چې د دوی په مخکې تر دې حالته رسېدلي دي.

په شمال کې اوس تر افغانيت ور اخوا د ژبې، قوم او تنظيم په نوم لانجې ډېرې زورورې شوې او دا هغه مرحله ده، چې موږ سره ويشي، خو د هغه چا په غوښتنه، چې يوازې خپل ځان او ګټې ورته مهمې دي.

د تخار د لاريونونو مشري او تنظيم د پخوانيو قوماندانانو له لوري کيده، په دې کې پخوانی جنګي قوماندان او د دوستم نږدې کسان شامل وو، پيرمرد، د ولايتي شورا غړی حاجي جمشېد او د تخار پخوانی امنيه قوماندان تيمور ددې سرکښان وو. تيمور هغه کس دی، چې دوولس کاله پرې د بند حکم وشو، خو اوس سرې سترګې ګرځي. دغه کسان اوس هم په پوره واک کې دي، له وژنو نيولې تر هر څه پورې يې په وس پوره دي، دوی غواړي راج او باج يې ژوندی پاتې شي او بس.

که موږ پرله پسې لاريونونو او بغاوتونو ته ځير شو، نو دا د واليانو پر وړاندې اقدامات نه، بلکې دا د افغان دولت په وړاندې د پخوانيو جنګسالارانو يوه توطئه ده، چې جنګسالاران غواړي، بيا په واک کې پاتې شي او له دې لارې خپل امتيازات تر لاسه کړي. تر لمر روښانه ده، چې د ډلو ټپلو ژوند او بقا په جګړه، وژنه، غصب او تېريو کې ده، نه په امن او سوله کې، د افغانستان لپاره اوس تر طالبانو دغه ډول جګړه مار ډېر خطر ناک دي، چې مخنوي ته يې اړتيا ده. تر هغو چې د حکومت له لوري ورته حق السکوت ورکول کېږي، ټوپک يې په کورونو کې را ځړولي وي او خلک په خپلو کارونو لګيا وي، خو چې کله يې پرې بند کړي، بيانو په بغاوتونو، تورورونو او… لاس پورې کړي.

په ټوليزه توګه د شمالي ولايتونو ساتنه ضروري ده، ځکه دغو سيمې ته دوه تهديدونه متوجه دي، يو د پخوانيو جنګسالارانو قوت او بيا راژوندي کېدل، بل د بهرنيو طالبانو نفوذ، که يې مخه ونه نيول شي، نو کېدای شي، يو ستر بحران رامنځته شي او شمال د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *