تاند – د روان /۲۰۱۸/ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې ۲۱ ښځې او نجونې په پنجشېر کې له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.
د پنجشېر د ښځو د چارو رییسې تهمینې رضایي پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ښځې اکثر په عنابه، اوله حصه ولسوالیو او د پنجشېر په مرکز کې تښتېدلي دي.
مېرمن رضایي ویلي، چې دا ۲۱ یوازې د هغو ښځو او نجونو شمېر دی چې د دوی له ریاست سره ثبت دي او په لسګونو نورې داسې پېښې شوي دي، چې خلکو له شرمه هغوی ته نه دي راجع کړي، یا پرې خوله پټوي او یا یې هم د قومي جرګو له لارې فیصله کوي.
د پنجشېر د ښځو د چارو رییسې د اکثرو پنجشېریو ښځو د تېښتې دلیل په زور سره ودونه او ټیلیفوني ارتباطات بللي دي.
د پنجشېر د والي ویاند عبدالودود علي مردان هم په پنجشېر کې د نجونو او ښځو تېښته تایید کړې او ویلي یې دي چې د اجتماعي او منطقوي انګېزو په اساس یې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره «د امن کور» نه دی جوړ کړی چې تښتېدلې ښځې او نجونې په کې وساتي.