تاند – د روان ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لږترلږه ۴۱۰۰ سرتېري وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ۴۱۰۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو وژل کېدا د تېر (۲۰۱۴) کال د ورته مودې په پرتله د دغو ځواکونو په تلفاتو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی ښيي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د شمېر په اړه معلومات یوه امریکايي پوځي، چې په افغانستان کې له ايتلافي ځواکونو سره کار کوي، ورکړي دي.
د دې معلوماتو پر اساس په یاده موده کې لږترلږه ۷۸۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
په داسي حال کې چې په شپږو میاشتو کې ۱۲ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي وي، په دې موده کې به څومره افغان طالبان او ملکي خلک وژل شوي وي؟!
د طالبانو د تلفاتو دقیق راپور چا ته معلوم نه دی. په تېرو کلونو کې هم د طالبانو د تلفاتو شمېر نه دی څرګند شوی.
وسله والو طالبانو سږ کال، چې د ناټو او امریکا پوځیان د جګړې له میدانه وتلي دي، له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پوري تر ټولو سختې جګړې کړي. د طالبانو د سږ کال د حملو شدت او زیاتوالی له تېرو ۱۴ کلونو سره د پرتلې وړ نه دی. خو له دې سره سره طالبانو د سیمې په لاندې کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. ځینې سیمې یې موقتاً نیولي او بېرته یې له لاسه ورکړي دي.
خقیقت نلری درواغ دا وائی دا ورځ پاڼه
It is really shocking news that loss of 12000 security personnel, there will be more than this figure civilian casualties and similar to this Taliban loss. The main concern is all of them are Afghans and for how long we will sustain such casualties and for how long Afghan will kill Afghan. Shame on us.
Weak and mismanagement can always lead to loss and that can be financial loss, personnel loss and reputation damage. Afghanistan security forces continuously facing this due to lack of reliable, professional and loyal leadership.
Thanks,
S.Wafa