شینډنډ

تاند- په هرات ولایت کې د طالبانو د دوو لویو ډلو ترمنځ په خپلمنځي نښتو کې لږترلاږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، د ملا اختر محمد منصور او د ملا محمد رسول اخوند د پلوي طالب قوماندانانو ترمنځ نښته په شینډنډ ولسوالي کې شوې ده.

د دوی په وینا د ملا صمد او ملا ننګیالي ترمنځ، چې یو یې د ملا رسول او بل د ملا منصور پلوی دی، جګړه د دوشنبې په ماسپښین پیل شوه.

ویل شوي چې د ملا ننګیالي لږترلږه ۱۵ او د ملا صمد ۱۱ کسان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د دوی ترمنځ اختلاف د ملا منصور او ملا رسول اخوند د مشرتابه پر سر راپورته شوی دی.

څه باندې درې میاشتې پخوا هم په شنډنډ کې د دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

وروسته دواړو خواوو هڅه وکړه چې د بې پرې ملایانو په منځګړتوب په کوټه کې غونډه وکړي او لږترلږه خپل منځي جګړې ودروي.

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې اختلافات رابرسېره شول.

One thought on “په شینډنډ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې ۲۶ تنه وژل شوي”
  1. طاالبانو ته آی ایس آی هم لکه بني اسرا ییل ته حصرت مو سی ویل شوي و چې سره ودې وژني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *