تاند- د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په خونړیو نښتو کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دا نښتې د ملا هیبت الله اخوندزاده او ملا محمد رسول اخوند د پلویانو ترمنځ په شینډنډ ولسوالي کې شوي او لا هم دوام لري.

د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته ګومان کېده چې د طالبانو په منځ کې درزونه به پای ته ورسېږي او ممکن ټول د ملا هیبت الله اخوندزاده مشري ومني خو داسي ښکاري چې لږترلږه د ملا رسول ډله لا هم د ملا عمر له مړینې وروسته په کوټه کې د بل هر نوي مشر له ټاکل کېدو سره موافقه نه وي.

په شینډنډ کې د ملا رسول د ډلې مشري ملا ننګیالی کوي. د ده پر ضد د ملا هیبت الله د ډلې له لوري ملا صمد جنګېږي. د دوی ترمنځ تر دې پخوا هم په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.

طالبانو او د افغانستان حکومت تراوسه پوري د دې نښتو په اړه خوله پټه کړې ده.

تر دې وړاندې په شینډنډ ولسوالي کې د ملا ننګیالي او ملا صمد د پلویانو په جګړه کې ۲۶ تنه وژل شوي وو.

همداراز څه موده وړاندې د زابل د ملي امنیت ريیس غلام جیلاني فراهي د خاک افغان ولسوالي په تنګي سیمه کې د ملا رسول او ملا هیبت الله د پلویانو ترمنځ د خونړیو نښتو خبر ورکړی و.

د ښاغلي جیلاني په وینا د دواړو ډلو په دې نښته کې ۲۴ تنه وژل شوي وو.

د ملي پولیسو او اردو ترمنځ نښته شوې

په همدې حال کې د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالي کې د ملي اردو او ملي پولیسو ترمنځ په نښته کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.

ویل شوي چې د پولیسو قوماندان او پنځه سرتېري ژوبل شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د بهسود په اب بند سیمه کې شوې ده.

د نښتې علت تراوسه پوري څرګند نه دی.

د بهسود امنیه قوماندان محمد محسن وحدت، چې په جګړه کې ټپي شوی، په کوما حالت کې د تداوۍ لپاره کابل ته بېول شوی دی.

د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *