شیخ زاید پوهنتون

په شېخ زايد پوهنتون کې د محصلانو نړيواله ورځ د علمي او تحقيقاتي سمينارونو په داييرولو سره ولمانځل شوه او ددې لمانځغونډې په مراسمو کې دپوهنتون د مسوولينو،استادانو او محصلانو ترڅنګ دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي،علمي او فرهنګي شخصيتونو، د ولايتي شورا استازو او د مدني ټولنو فعالينو ګډون کړى وو.

د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري وويل د محصلانو نړيواله ورځ په خوست ولايت کې د سمينارونو په لړ کې لمانځل کيږي، پدې سمينارونو کې د پوهنتون ګڼ شمېر محصلينو برخه اخېستي ده، چې په کې شپاړس تنه غوره او ممتازه محصلين پېژندل شوي دي .

د نوموړي په خبره د دا ډول سمينارونو دلارې په لومړي قدم کې محصلين د تخنيکي او څېړنيزو مېتودونو سره اشنا کيږي، همداشان محصلين د تدريس په چارو کې شامليږي او پدې سره د محصلينو په ظرفيت په لوړولو کې مهم پرمختګ رامنځته کيږي .

ده وويل موږ د پوهنتون د علمي کيفيت د لوړولو لپاره يوازې پدې سمينارونو بسنه نده کړې، بلکې غواړو چې پوهنتون په بشپړ ډول معياري شي او د زده کړو کيفيت يې لوړ شي .چې ددې کار لپاره هره ورځ له ټولګيو نظارت او کنټرول صورت نيسي.

د پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باور ي زياتوله ، چې د شېخ زايد پوهنتون د افغانستان په کچه څلورم مقام لري او دا موقف يې خپل کړى دى، چې د کدرونو د مقرريو لپاره پخپله ازموينه واخلي ، چې دا د پوهنتون د پرمختګ او کيفيت لپاره لوى زېرى دى .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي دخپلې وينا پرمهال د پوهنتون د ادارې لخوا د علمي او تحقيقاتي سمينارونو په داييرولو سره د محصلانو د نړيوالې ورځې په لمانځلو خوښي وښو ده او ويې ويل چې ددې سره ځوان استعدادونه د خپلو معلوماتو د غني کولو لپاره زيات تشويق کيږي او د دوى د وړتياوو د لوړولو لپاره ډېر ګټور تماميږي .دده په خبره محصلين هغه څوک دي، چې ټول هېوادوال دوى ته پدې تمه دي، چې له فراغت وروسته به د خپلو ځوانو انرژيو څخه په استفادې خپلې کورنۍ او ټولنې ته صادقانه خدمت وکړي .

ده زياتوله ، دا وخت په هېواد کې محدود شمېر خلک د ماينونو، ځانمرګوبريدونو او منفي تبليغاتو په اساس د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کوي ، نو پدې اساس هرځوان،مشر، عالم، استاد او د ټولنې هر فرد د لويو ر مسوليتونو سره مخامخ دي، ترڅو ددې ناوړه کړنو پرضد چې هره ورځ د افغانانو کورنيو ته غم راوړي، مبارزه وکړي او خپل هدف ته چې ددې ټولنې خدمت او سوکالي ده ، ځان ورسوي .

نعيمي پدې خوښي وښوده، چې په هېواد په ځانګړي ډو ل په خوست ولايت کې د پوهنې په برخه کې زيات کار ترسره شوى دى، خو نوموړي پدې خواشيني څرګنده کړه، چې د افغانانو د خپلمنځي تخريب اومنفي تبليغاتو له امله د دومره ډېرو پرمختګونو سره ، سره بيا هم په نورو هېوادونو کې افغانانو ته د شک په سترګه کتل کيږي .نو دا چې د شېخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه د لويو علمي او اکاډوميکو مرکزونو شمېرل کيږي، بايد دناوړه پديدو او شومو کړنو پرضد علمي مبارزه وکړي او د خپلوهېوادوالو د نېکنامۍ لپاره   په متحد شکل داسې   مبارزه پيل کړي   چې په اساس يې د ټولو غير بشري کړنو مخه ونيول شي .

نوموړي وويل چې دبيان د ازادۍ لپاره په تېرو ديارلسو کالونو کې خورا ډېر کار شوى،ترڅو د همدې لارې په ټولنه کې د اصلاح په موخه شته نيمګړتياوو ته ګوته ونيول شي خو له بده مرغه زموږ هېوادوالو ددې مهم اصل څخه د هېواد جوړونې، ملت جوړونې او نېکنامۍ پرځاى ډېره تکيه په تخريب ، شخصيت وژنه،يو او بل ته په توهين رسولو کوي، چې دې کار په نړيواله سطحه د تاريخي افغانستان ښايسته انځور ډېر تت کړ ىد ى .ده له ټولو محصلانو او استادانو غوښتنه وکړه چې د هرهغه عمل په وړاندې کلک مخالفت وښايي، چې دهېواد تاريخ،هويت،ملي او اسلامي ارزښتونو ته صدمه رسوي .ده له ټولو رسنيوغوښتنه وکړه چې ورسپارل شوې دندې دې په پوره مسلکيتوب سره پرمخ بوزي او د هغو کړنو له نشرولو دې ډډه وکړي، چې په ټولنه کې نفاق،بدنامي او بې اعتمادي راولي .

نعيمي زياتوله په نړۍ کې ترټولو ښه سرمايه د يوه ولس لپاره سرلوړي او عزت دى ، نو په همدې اساس بايد هرلوستى افغان صادقانه هڅې وکړي،چې د خپل هېواد نوم ځلانده وساتي .

د شېخ زايد پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنياراسدالله ،د پوهنې پخواني ريس استاد خزان ګل ، د طب پوهنځي محصلې اغلې ښاپېرۍ او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل کريم الله د محصلانو دنړيوالې ورځې د لمانځلو او د علمي او تحقيقاتي سمينارونوپه داييرولو خوښي وښوده او ويې ويل چې دغه اقدامات کولى شي، چې محصلينو ته لوړ جراءت ورکړي او علمي او تحقيقاتي څېړنو ته يې وهڅوي .دوى زياتوله پدې سمينارونو کې د بېلابېلو پوهنځيو څخه شپاړس تنه محصلين په علمي او تحقيقاتي برخو کې غوره ليکوونکي پېژندل شوي دي ، نو که چېرې په راتلونکي کې په ورته بڼه سمينارونه دوام پيدا کړي، نو ډېر هغه ځوانان چې ښه استعداد لري او نشي کولى، چې خپلې وړتياوې په ښه توګه په ډاګه کړي، هغوى ته به هم فرصت برابر شي، چې خپل استعدادونه راڅرګند کړي .

ددوى په خبره هرمقام او موقف ته ځان رسول د زخمت په ايستلو سره کيږي او پرته له زيارايستلو هېڅوک خپل هدف ته نشي رسېدى، نو هرځوان محصل بايد شپه او ورځ د خپل راتلونکي په فکر کې واوسي او هڅه وکړي، چې د ورځېنيو کارونو ترڅنګ اضافي معلومات لاسته راوړي .

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د سمينار په شپاړسو ممتازو محصلينو باندې ستاينليکونه او ډالۍ ووېشل شوې چې له دې جملې يې څلور تنه نجونه وې .همدارنګه د حقوقو او شرعياتو د پوهنځيو هغو پنځو تنو محصلينو ته چې پلازمېنه کابل کې يې د لسو پوهنتونونو ترمنځ يې په پيل شويو سياليو کې دريم مقام خپل کړى وو، ستاينليکونه، ډالۍ او ايوارډ ورکړل شو.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر٢٦-٨-١٣٩٣ دوشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *