د کار عاید د کار د مزد یا بدلې په نوم یادیږي او د ملي عاید یوه برخه ده،چې په کارګرانو پورې اړه لري.باید ووایو چې د کار د عاید اجزاوې لکه جوائز،کارګرانو ته د دولت او د کار د مالکینو قانوني او غیر قانوني ورکړې د کار د مولدیت په زیاتوالي کې ډېره اغېزه لري.

باید یادونه وشي چې د عادلانه مزد ټاکنه د مزدونو د ورکړې غوره پرنسیب دی.البته د کار او فعالیت د مولدیت د لوړوالي په خاطر دا اصل د ډېر اهمیت لرونکی دی،تر څو کارګران احساس کړي چې له خپل فعالیت سره سم مزد تر لاسه کوي.

په صنايعو کې له مختلفو فعالیتونو سره په تړاو د مزد او معاشاتو د تادیې لپاره د معیارونو د ټاکنې او تثبیت تر ټولو کره پرنسیب له دې څخه عبارت دی چې د مزد ورکړه په عادلانه ډول صورت ونیسي او کارګران هم هغه عادلانه وګڼي.

د کار مزد یا بدله باید د کارګر د مولدیت او فعالیت سره سمون ولري چې د کارګر فعالیت او اغېزمن سهم د هغه له زیاروېستنې څخه ښکاره کیږي،له دې سربېره په هره اندازه چې کار ستونزمن وي،د هغه د ترسره کېدنې لپاره زیاتې وړتیا او ځواک ته اړتیا محسوسیږي او همدارنګه لوړ او زیات استعداد او ځانګړو زده کړو ته اړتیا ده،چې په دې صورت کې د کار او فعالیت ارزښت هم لوړ ټاکل کیږي.

د کار د دروندوالي او ستونزمنتوب درجه هم د مزد او معاشونو په ورکړه کې عمده رول لري او د مزد او معاشاتو د ورکړې د معیار په ټاکلو کې باید په نظر کې ونیول شي،د دې سربېره د چاپېریال او ماحول یو لړ عوامل لکه ګرد او خاورې،د ماشین آلاتو او وسایطو لوړ آواز،لوګی او تودوخه او نور هم د کار پروسه له خنډ سره مخ کوي او د مزد او معاشاتو د معیارونو په ټاکنه کې په پام کې نیول کیږي.

د کار د مزد د نسبي معیار د ټاکنې لپاره لاندې ټکي ډېر اهمیت لري:

۱-فزیکي او فکري زیاروېستنه چې د کار په ترسره کېدنه کې لازمه او اړینه ده.

۲- دکار محصول (د کار پایله)

۳- د دروندوالي درجه،د چاپېریال شرایط،ښوونه او روزنه یا د خپلې خوښې په مسلکي برخه کې د زده کړې درجه،تجربه،په کار او فعالیت کې ځيرکتيا،د دندې د ترسره کولو په مقابل کې د مسووولیت احساس او نور.

باید ووایو چې د کار پېچلتوب او دروندوالی د ارزښت د ټاکلو لپاره یو نسبي معیار ګڼل شوی،لیکن د مزد او معاشاتو معیار په ټولیز ډول د کار په فعالیت او پایله پورې اړه لري.

د بېلګې په ډول هر کله چې دوه نفره کارکوونکي د مساوي شرایطو او زیاروېستنې له امله له کمي او کیفي اړخه بېلابېلې پايلې منځ ته راوړي،په دې حالت کې د دوی مزد هم متفاوت وي.

باید په یاد ولرو چې په پورتنیو ذکر شوو ټکو سربېره، د کارګر ټولنیز حالت لکه د ماشومانو شمېر،عمر او کال او نور هم د مزد په ټاکنه او تثبیت کې ډېر مهم رول لري.

د دې سربېره د مزد او معاشاتو د زیادښت سطحه د کار له مولدیت سره نه غوڅېدونکې اړیکه لري.

د یوې صنعتي تصدۍ پایښت او دوام هغه مهال تأمینېدلای شي،چې د کار مولدیت د هماغه کار له مزد او بدلې څخه لوی وي.همدا رنګه د مزد او معاشاتو زیاتېدل د کارګرانو او کارکوونکو د ژوند د کچې د لوړېدو عمده شاخصونه دي.

باید ووایو چې مزد یوازې د لګښتونو عمده  برخه نه ده بلکې د مصرفوونکو د عاید مهمه برخه ده،چې د تصدیانو د محصول په تقاضا کې ډېره اغېزه لري.

همدارنګه د مزد او معاشاتو په نرخ کې عمومي بدلون په ټولو قیمتونو باندې اغېزه پرېباسي او حتی ممکنه ده چې حقیقي نرخ بدلون ونه کړي او هم که چېرې د مزد زیاتوالی د قیمتونو په زیاتوالي سره خنثی شي،پر بوختیا (اشتغال) به اغېزه ونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *