تاند- د ګاونډیو هیوادونو مشرانو د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ملت سره د پنجشېر او نورو ولایتونو د وروستیو طبیعي پېښو په نتیجه کې د شاوخوا ۲۸۰ افغانانو پر مړینې غمرازي کړې ده.

د ایران حکومت اعلان وکړ چې د دغه هیواد ولسمشر محمد روحاني د شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ته د تسلیت پیغام ولېږه.

د ایراني رسنیو در اپور پر اساس ښاغلي روحاني په دغه پیغام کې د واورو د ښويېدو په اثر په پنجشېر دره کې د افغانانو پر مړینې خواشیني ښودلې او د افغانستان له ملت او حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

له بلې خوا پاکستان د غمرازۍ د څرګندولو تر څنګ په خپلو دوو پوځي الوتکو کې له مصیبت ځپلیو افغانانو سره یوه اندازه مرسته هم افغانستان ته رالېږلې ده.

د صدراعظم محمد نوازشریف په امر د پاکستان د پوځ په سي ۱۳۰ پوځي الوتکو کې خیمې، خواړه، کمپلې او درمل کابل ته راوړل شوي او د پاکستاني رسنیو پر اساس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د پنجشېر د ولایتي شورا رييس جنرال دین محمد جرات ترلاسه کړي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د افغانستان له ولسمشر سره د وروستیو واورو د ښویېدو له کبله د افغانانو پر تلفاتو خواشیني څرګنده کړې ده.

د تاجکستان د ولسمشرۍ په ویبپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي رحمان خپل افغان ساري ښاغلي غني ته په استولي بیغام کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله غمرازي څرګنده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *