خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٦-٢٥
کندهار، افغانستان- د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو فدراسيون له لوري د کندهار ښار په عامه ځايونو کي د سګرېټ څکولو پر ضد کمپاين ترسره سو.
ياد کمپاين د دې فدراسيون په ګډون د ښاروالۍ او عامي روغتيا رياستونو له لوري پر لاري اچول سوى وو. په کمپاين کي د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي، د عامي روغتيا رياست استازي ډاکټر اجمل او يو شمېر مدني فعالانو ګډون کړى وو.
په عامه ځايونو کي د سګرېټ څکولو پر ضد کمپاين له عامي روغتيا رياست څخه پيل او تر شهيدانو چوک پوري يې دوام وکړ. په دغه ساحه کي پر ډېرى دوکانونو، هوټلونو، حمامونو، الجديد مارکېټ او يو شمېر نورو عامه ځايونو د سګرېټو ضد سټيکران ولګول سول. پر سټيکرانو د سګرېټو د منعي نښه او ځانګړى متن ليکل سوى وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د کمپاين پر مهال وويل، د ټولي نړۍ په عامه ځايونو کي سګرېټ او هر ډول نشه کول ممنوع دي، ځکه نو موږ هم د ولسمشر کرزي د فرمان له مخي په عامه ځايونو کي د سګرېټ څکولو پر ضد راولاړ سوو او دا ممنوع ګرځوو. مينه پال سګرېټ د ځوانانو لپاره يو ناوړه عمل وباله او زياته يې کړه چي دا د شريعت له مخي هم حرام کار دى. نوموړي له ټولو خلکو په خاص ډول ځوانانو څخه هيله وکړه چي په عامه ځايونو کي له سګرېټ څکولو څخه لاس واخلي. مينه پال په کمپاين کي له ګډونوالو څخه مننه وکړه او دا ډول مدني حرکات او کمپاينونه يې اغېزناک وبلل. هغه هيله وښوده چي رسنۍ دي د تبليغاتو په برخه کي ورسره د داسي مضرو اعمالو په مخنيوي کي مرسته وکړي.
د ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي هم ياد عمل يو ناروا او مضر عمل وباله او ويې ويل چي ځوانان بايد له سګرېټ څکولو څخه لاس واخلي، په خاص ډول په عامه ځايونو کي خو بايد په هر صورت ځني لاس پر سر سي. نوموړي د کندهار ښار له اوسېدونکو څخه هيله څرګنده کړه چي په دوکانونو، موټرانو، هوټلونو، حمامونو او يو شمېر نورو ځايونو کي سګرېټ ونه څکوي.