تاند- عراق نیوز کام د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د عراق په کرکوک کې د ښوونځیو زده کوونکیو، ښوونکیو او کارکوونکیو ته ویلي چې د ښوونځیو د یونیفورم په توګه افغاني جامې واغوندي.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې همداراز ویلي چې که چا د دوی د امر سرغړونه وکړه نو سزا به ورکړای شي.
دې ډلې د زده کوونکیو له میندو او پلرونو او دغه راز عامو خلکو غوښتي چې د دوی له لوري اعلان شوې پیسې په راکړه ورکړه کې وکاروي.
عراقي نیوز ډاټ کام وايي چې باوري سرچینو ورته ویلي چې د کرکوک په جنوب لوېدیځ کې د اسلامي دولت سخت دریځو د ښوونځیو مسوولانو او زده کوونکیو ته ویلي چې افغاني کالي واغوندي. دې ډلې دا هم ویلي چې د کالیو رنګ به ژر ورته اعلان کړي.
دا خبري سرچینه همداراز وايي چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د زده کوونکیو له کورنیو غوښتي چې د دوی له لوري د راایستل شویو پیسو د پشتوانې لپاره د مالیې په توګه سره زر او سپین زر ورکړي. سرچینه وايي چې د اسلامي دولت پیسې به ژر د راکړې ورکړې لپاره راووځي.
نه پوهیژو خدایه ج
دا داسلامی دولت جنکیالی ولی په اسراءیلو حمله نه کوی
وسلام