تاند- په عراق کې یوې محکمې ۱۵ تورک (ترک) ښځې له داعش یا اسلامي دولت وسله والو سختدریځې ډلې سره د همکارۍ او په دې ډله کې د غړیتوب په تور په اعدام محکومې کړې.

محکمې ویلي چې ورته ثابته شوې چې دغو ښځو د داعش له غړیو سره ودونه کړي وو او هغو ته یې لوژیستیکي مرستې برابرولې.

محکمې دا هم ویلي چې محکوم شویو ښځو د داعش له جګړه مارو سره په حملو کې هم مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنۍ ښځې د داعش له غړیو سره د همکارۍ په تور په اعدام یا عمر قید محکومې شوې دي.

د عراق د حکومت پر ضد د داعش په جګړه کې د عراق امنیتي ځواکونو په سلګونو بهرنۍ ښځې، چې د داعشیانو د خدمت لپاره دغه هیواد ته ورغلې وې، نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *