ترڅو پورې چې دا خودغرضي، بې ځایه غرور، غیرت، سرزوري او ناوړه دودونه په پښتنو کې وي نو پښتانه هیڅکله د پرمختګ او سوکالۍ په لور نشي تللی، مثلاً

  • په موچي زاړه بوټان جوړوي خو موچي یې نه خوښیږي.
  • سندرې اوري خو سندرغاړی یې نه خوښيږي.
  • ښایسته جامې یې خوښیږي خو جامو جوړونکي ته په بده سترګه ګوري.
  • په سقاوه کې به ويښته، ږیره اصلاح کوي، جومات دپاره به هلته غسل کوي خو نایی یې نه خوښیږي.
  • په ودونو کې اشپز نه د ښه خوراک برابرول خوښوي خو اشپز ته بیا هم د نایی به سترګه ګوري هغه هم نه خوښوي.
  • خارجیانو نه مرستې خوښوي خو نور د انسان په څیر یې نه خوښوي.
  • خپله عقیده که سیاسي وي او که مذهبي خوښوي خو بل عقیده ورته اډو عقیده نه ښکاري.
  • خپل ناوړه رواجونه ورته ښه ښکاري خو د بل ښه کلتور ورته هیڅ هم نه ښکاري.
  • په خپله ژبه د شرم احساس کوي خو د بل په ژبه خبرې کول ورته ځان عصري او متمدن ښکاري.
  • خپلو کې اتفاق نه خوښوي خو د نورو سره هر خبره باندې اتفاق کوي.
  • همیشه به مرګ په غرب (امریکا، اروپا، استرالیا) وايي خو تګ ته بیا تیار ناست دي.
  • د زهرو بوټې به پخپله کري هیڅ خبره نشته خو خپل بچي ته وايي پوډر او چرس به نه څکوې.
  • مکتب ته د خپلې خور او لور په لیږلو شرمیږي خو بیا کله چې همدوی ناجوړه شي هندوستان او پاکستان ته یې لیږي او هلته هیڅ خبره نه وي.
  • خپلو ځانو ته تعلیم یافته د ژوند ملګرې پیدا کوي خو د خپلې خور او لور تعلیم باندې شرمیږي.
  • خپلې میرمنې په برقه کې خوښوي خو د پردیو ښځو سره په هر حالت کې ناسته خوښوي.
  • زیات بچي زیږوي خو تربیه نشي ورکولې.
  • کار به نه کوي که بل ورته نصیحت وکړي بیا وايي خدای ج رزق ورکونکی دې.
  • یو به کار کوي خو څلور نور به ورسره څټل کوي.
  • د پردي ښه احترام کوي خو د تربور سره به دښمني کوي.
  • ګاونډي به یې د ولږي مړ کیږي دا به حج فریضه اداکوي.
  • پخپله به په کور کې یو وخت ډوډې درک نه لګیږي خو میلمستیاګانو کې به بې ځایه زورونه کوي.
  • د جومات د پاره نر او ښځه چنده ورکوي خو د پل، مکتب، پوهنتون د پاره مرسته پيژني هم نه.
  • په زرګونو جوماتونه به په چندې جوړ کړي وي خو د پل، مکتب او پوهنتون د پاره به يې بیا ملا ماته وي.
  • خپله په خوښه ودونه کوي خو ښځینو ته جبري او په خپله خوښه ودوي.
  • موږ دې د افغان کلیمې په ځاي پښتو او پښتون وايو خو که تاسو د تاجک او یا ازبک نوم واخیسته نو ګیله به نه کوی.
3 thoughts on “په عمومي توګه زیاتره پښتانه! / فرهاد زهیر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *