تاند- د کندهار په عینو مېنه کې نن /جمعه/ په یوه تروریستي حمله کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د ځینو راپورونو پر اساس د عینو مېنې په یوه پارک کې، په داسې حال کې چې خلک د جمعې د ورځو د معمول په شان مېلې ته راټول شوي وو، انتحاري برید شوی خو ځینې نور راپورونه وايي چې د پولیسو پر یوه موتر بمي برید شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پېښه تایید کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.
پولیس وايي چې دا چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. په کندهار کې عموماً طالبان بریدونه کوي.