تاند- د ایتوپیا د افریقايي هیواد د غیرالتا (Gheralta) په لېرې پرتو غرونو کې د قیبطي مسحیانو دا پادري هره ورځ سخت او حیرانوونکی سفر کوي.
دی وايي«کله چې کلیسا ته خېژم نه ډارېږم ځکه چې هره ورځ هلته خېژم. ختل سخته دي، خو په وس مې پوره دي.»
دا کلیسا هیليسیلاسي نومېږي او ۲۵۰ فوټه لوړه په یوې سترې کیندل شوې پرښې کې جوړه شوې ده.
دا کلیسا سینټ ابونا یماتا جوړه کړې او ممکن په ۶ مه میلادي پېړۍ کې جوړه شوې وي.
د پادري کور د غره په لمنه کې دی. دی سهار وختي پاڅېږي او د ګهیځ تر شپږ بجو کار کوي. تر کلیسا په ختلو یې ۲ ساعته وځي. په کلیسا کې ډېر وخت د پخوانیو کتابونو پر لوستلو تېروي.
دی وايي چې د کتابونو له لوستلو خوند اخلي او ټوله ورځ کتاب لولي ځکه چې دلته چوپه چوپتیا ده او څوک نشته چې
خبرې ورسره وکړي.
کلیسا ته ختل اسانه نه دي، باید په یوه برخه کې لږترلږه ۱۰ متره په عمودي ډول لوڅې پښې وخېژي.خو له دې سره سره تراوسه هیڅ پادري دې کلیسا ته د ختو په مهال لوېدلی نه دی.
https://www.facebook.com/bbcnews/videos/10155581288157217/