حامدالله ستون
کله چې په شعر نه پوهېدم، نو شعر مې لیکلی شو، مګر کله چې په شعر راته یو څه پوهه حاصله شوه، نو د شعر لیکلو لاره را څخه نادرکه شوه او اوس هم پسې هر ځای د خپلو شعري انګېزو پل پېژندونکي ګرځوم. د همدې له وجې اوس د شعر د لیکلو پرځای یوازې د هغه په معنوي او تخنیکي اړخ باندې خبرې را پاتې دي. که عمومیت ته راشو، هر غزل ته ښکلی غزل ویل شو، ځکه غزل په خپل ذات او تورو کې یو ډول ښکلار لري او دا ښکلا د غزل یوه ذاتي ځانګړنه ده. مګر په حقیقت کې هر غزل ته هم ښکلی نه شي ویل کېدای. عموماً محتوا د غزل په ښکلا کې کافي رول لري، مګر د هغه لپاره لوښی هم ضروري دی. خواړه که هر څومره غوره و اوسیږي، مګر په خراب لوښي کې خوند نه لري. په همدې ډول په غزل کې د قافیې تر څنګ د ردیف ټاکنه هم اساسي رول لوبوي.
عموماً د قافیې لپاره الفاظ دومره نه موندل کیږي، لکه څومره چې ردیف ته ټاکل کېدای شي. په هره ژبه کې په زرګونو کلمې موجودې دي او تقریباً له هرې یوې څخه یو ردیف جوړېدای شي. مګر هم شکله او هم آهنګه کلمې کېدای شي، په یوه ژبه کې تر محدود شمېر زیاتې ونه اوسي، تر څو قافیې ته یې انتخاب کړو. د دې تر څنګ په دومره کچه کلمې هم نشته، چې ورته شکل ولري او له ځان سره یې جوخته کړي. مګر د ردیف مسئله د قافیې غوندې نه ده. ردیف تر کلمې ور ها خوا ترکیبونه هم کېدای شي. یوه بشپړه جمله هم کېدای شي. د همدې لپاره په کې د نوښت او نوو کلمو د را اخیستلو امکان زیات وي. مګر ټاکنې او ښکلا ته ضرورت لري. هر ردیف نه شي کولای، چې په غزل کې د ښکلا مرکز و اوسي. مګر داسې ډېر ردیفونه موندل کیږي، چې په ښکلا کې مرکزي رول لوبوي. بېلګه یې د قرار د لاندیني بیت ردیف دی:
نه یې څپیړه نه یې وار سړي ته زور ورکوي
چې بل ته ومسکیږي یار سړي ته زور ورکوي
که غزل تر پایه ولولو، نو له دې نه انکار نه شو کولای، چې نیمايي ښکلا او خوند یې ردیف دی. عموماً مونږ چې کله غواړو، د محتوا له اړخه په غزل کې د نوښت هڅه وکړو، نو د هڅې یو اړخ باید د ردیف ټاکلو ته واړول شي. ځکه په ردیف کې نوښت له محتوا سره مستقیمه اړیکه لري. که محتوا بيخي نوې و اوسیږي او هېڅ کوم شاعر دا خبره کړې نه وي، مګر که چېرې تکراري ردیف ورته وټاکل شي، نو ښايي چې په نوښت باندې ژوره اغېزه وکړي. خو ډېری وخت داسې هم کيږي، چې د زړو خبرو لپاره نوی ردیف ټاکل کیږي، مګر غزل بلکل نوی او له خونده ډک وي او باید وي. که چېرې یوه زاړه دېوال ته نوی رنګ ورکړل شي، تر هغه نوي دېوال څخه به ډېر ښکلی ښکاره شي، چې خراب رنګ لري. په همدې ډول ردیف هم د غزل لپاره د رنګ رول لوبوي.
ردیف یو بل اړخ هم لري. ډېری وخت ردیف د قافیې غلام ګرځي، یعنې د قافیې په مرسته ښکلا او خوند خپلوي. د غزل درنه برخه په همدې ډول ردیفونو سره لیکل کیږي او لیکل شوې ده. اصلاً څوک دا خبره کولای نه شي، چې په هر غزل کې قافیه ډېره ښکلا خپلوي، یا یې ردیف خپلوي او یا یې هم په نور برخو باندې تړي. دا یوازې محدود شمېر پیدا کیږي. ځکه دا ټول د یوه بدن د غړي په څېر دي او هر غړی په کې خپل رول ښيي. کله کله د قافیې او ردیف تر منځ داسې اړیکه ټینګه شي، چې نه بیا د چا د ردیف تکرار ته فکر کیږي او نه یې نوښت ته، بلکې خوند یې دومره زیات وي، چې له لوستونکي څخه دا خبره بیخي هېره کړي، چې د غزل په تخنیکي برخه فکر وکړي. ساده ردیف به وي، مګر له یوې شرنګوونکې قافیې سره په یو ځای والي دومره ښکلا خپلوي، چې ساده والی په کې بیخي له منځه ځي. دروېش وايي:
له ما ګوښه دي، له ما ډېر لرې ودان دي خلک
زه تورې خاورې یم او ستوري د آسمان دي خلک
په دې کې شک نشته، چې دې بیت ته په محتوا سربېره د ردیف او قافیې تړون کافي ښکلا او خوند وربښلی دی. دلته هغه ښکلا مطرح کیږي، چې د قافیې او ردیف په مرسته ایجادیږي. (خلک) یوه ساده کلمه ده، چې ښايي په هر غزل کې د ښکلا رول ونه لوبوي. مګر کمال د قافیې ټاکنه ده. یا هم دا بیت:
ته د ګلاب پر پاڼو ناست زه په اغزو یم روان
ته به تر څو کوې دا خوب زه به تر څو یم روان
عموماً په دې بیت کې د قافیې او ردیف د ادا کولو پر وخت چې د غږ کوم ګراف رسمیږي، منحني کرښې ته ورته شکل لري. یعنې د قافیې او ردیف تر منځ د دغه ډول ښکلا په ایجاد کې غږ په ډېر چوست ډول ادا کیږي. همدا د خوند او ښکلا په ایجاد کې د کمال یوه برخه ده. ردیف لنډ او اوږد کېدای شي. تر ډېره د اوږده ردیف والا غزل په مشکله لیکل کیږي؛ ځکه کله چې ردیف اوږد شي، نو له ردیف سره تړلې خبرې ته ځای کم پاتې کیږي او شاعر مجبوره دی، چې خبره په لږو الفاظو کې را واخلي او دا تر یو بریده پورې ستونزمن دي. ځینې ردیفونه د غزل په شهرت کې مهم رول لري. د تبسم یو غزل چې ښکلی ردیف یې درلود، ډېر شهرت وموند او بیا تقریباً په همدې ردیف باندې څو شاعرانو غزل ولیکل، مګر خوند یې تر لومړي غزل زیاتېدلی نه شي. لاندې دوه بیتونه یې را اخلو:
زړه را نه وڅڅېد آرمان راته کوکارې وهي
ژوند مې داړلی یمه ځان را ته کوکارې وهي
اوس ورته خیر مخامخ ناست یمه پروا یې نشته
وخت به راځي چې به جانان را ته کوکارې وهي
له دې دا پایله اخیستلی شو، چې په غزل کې له استثناء پرته په عمومي ډول د قافیې او ردیف رول د ښکلا او خوند له مخې فيفټي فیفټي دی او یوازې په ځینو غزلونو کې یا ردیف خپل ځان مطرح کوي او یا هم قافیه. مګر په عمومي ډول سره د دواړو رول برابر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *