جمعه 14/4/1398

د غزني ولايت د مرکز اړوند امير محمد خان کلا او د ﺯنخان ولسوالۍ د
خاچاخيل سيمه کې د نيږدي يو ويشت (21) مليونه افغانيو په ارﺯښت د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
لومړنۍ پروژه د ﺯنخان ولسوالۍ اړوند په خاچاخيل سيمه کې د خالد کوتل اومړني ښوونځي ودانۍ ده چې د 14 تدريسي او اداري خونو، د څښاک اوبو د څا او تشنابونو لرونکى دى چې پر رغولو يې اته (8) مليونه افغانۍ لګښت راځي
او د کليو پراختيا رياست د ولسي تړون پروژي لخوا ورکول کيږي.
په ياد ښوونځي کې شاوخوا (700) ﺯده کوونکي په آﺯاده او نا مناسبه فضا کې
پر ﺯده کړو بوخت دي.
دوهمه پروژه د مرکز غزني اړوند په امير محمد خان کلا کې د امير محمد خان نسوان ښوونځي ودانۍ ده چې د 12 درسي ټولګيو، احاطوي ديوال، مبرﺯ او د اوبو د څاه لرونکي ده او پر رغولو يې 12 مليونه، 554 ﺯره 640 افغانۍ لګښت
راځي چې د کليو پراختيا وﺯارت د ولسي تړون پروګرام لخوا ورکول کيږي.
په دغه ښوونځي کې دمګړۍ شاوخوا (800) نجوني د سيمي د نارينه وو په ښوونځي
کې پر ﺯده کړو بوختي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *