دغه سيالۍ چې په غزني ولايت کې د ملي ثبات ټولنې د تکړه او نوښتګرو رضا کاره ځوانانو او دسپورت مينوالو لخوا په لاره اچول شوې وه  پکې د غزني ولايت د مرکز او ولسواليو څخه  ۱۶ لوبډلو برخه  درلوده.

په دغو ۱۶ لوبډلو کې ۴ لوبډلې په دې وتوانيدلې چې سيمې فاينل ته لاره پيدا کړي، په سيمې فاينل لوبه کې افغان يار لوبډلې ينګ ارګون په وړاندې سيالي خپله کړه او د بې پطروليم لوبډلې ديارانه غزنه  لوبډلې ته ماتې ورکړه چې په دې توګه  بې پطروليم او افغان يار لوبډلې پدې وتوانيدلې چې فاينل ته لاره ومومي.

 فاينل لوبه کې پچه افغان يار لوبډلې وګټله او خپله يې دتوپ وهنې(بيټينګ) پريکړه وکړه او بي پطروليم لوبډلې ته يې د ۱۳۳ منډو هدف و ټاکه، بې پطروليم لوبډلې ياد هدف ترلاسه نکړ او ټول لوبغاړي يې په  ۱۱۱ منډو وسوځيدل، نو پدې توګه د ملي ثبات ټورنمټ د سياليوو اتلولي د افغان يار لوبډلې خپله کړه.

همدارنګه  په ياد ټورنمټ کې تر ټولو ښه لوبغاړی داود شاه ونومول شو او تر ټولو ښه بالر عصمت الله اعلان شو او د ملي ثبات لخوا برابرې شوې تحفې او ډالۍ دياد ټورنمنټ اتلو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ورکړل شوی.

ديادونې وړ ده چې دا ټورنمنټ  د نژدې يوې مياشتې  راهيسې په  غزني ولايت کې دملي ثبات ټولنې دهمکارانو لخوا په لاره اچول شوی وو.

دملي ثبات دټولنې مشر ضياءالحق امرخېل   په غزني ولايت کې ددې ټولنې دفعالو همکارانو څخه مننه وکړه چې په يادو سياليو کې يې زيات زيار ګاللی او دغزني ځوانانو او مينوالو ته يې دکرکيټ دلوبو زمينه برابره کړې ده، نوموړي  زياته کړه چې همدا کرکيټ او نورې لوبې وی چې دهېواد زرغون بيرغ يې په کمو امکاناتو په نړۍ کې ورپوو، ده همدا راز په کرکيټ بورډ غږ وکړ چې د ځوان  استعداد دلوړولو او ځلولو لپاره هلې ځلې وکړي ترڅو پدې کار سره  د هېوادوالو هيلې تاندې وساتو.

دملي ثبات  دارلانشاء

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *