د افغانستـان اسلامې جـمهوری دولت
د سیـمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره
د غـزنـي ولایت
خبرپاڼه
۱۷-کب-۱۳۹۳
په دغه مراسمو کې د غزني ولایت مرستیال والی محمد علی احمدی ،د ولایتی شورای وکیلان ،د ښځو چارو ریسه شکریا ولی ، د اړوندو ادارو ریسان او ددې ولایت ګڼ شمیر خویندو ګډون کړی وو.
د غونډې پیلیدونکې وینا د ښځو چارو ریسې شکریا ولی وکړی اغلی ولی په خپلو خبرو کې افغان میرمنو ته ددې ورځې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ یی د ښځو پر حقوقو په پوره توګه رڼا واچوله.
ورپسی بیا د غزني ولایت مرستیال والی محمد علی احمدی خبری وکړی احمدی هم په خپله وینا کې د غونډې برخوالو خویندو ، میندو او په لویه کچه افغان میرمنو ته ددې ورځې مبارکۍ وویله احمدې د ښځو د ورځې په مناسبت خپلی هر اړخیزې او ارزښتمندې خبرې وکړې نوموړې وویل باید ددغې مظلوم قشر انسانی او اسلامې حقوقو ته پاملرنه وشې .
د ولایتی شورای مرستیال عبدالجامع جامع : – ددې ورځې په مناسبت ټولو افغان میرمنو ته مبارکې وایم او په افغان میرمنو غږ کوم چې که چیرته اسلامې حقوق غواړۍ نو اسلام ته باید رجوع وکړۍ د ښځو په مکمله توګه حقوق یوازې په اسلام کې موجود دې .
د اجنډا سره سم یو شمیر نورو روڼ اندو هم د ښځو پر حقوقو په مکمله توګه رڼا واچوله ، په پای کې ددې ولایت مقام لخوا د ښځو چارو ریسې او یو شمیر نورو خویندو او میندو ته تقدیر نامې او تحایف وکړل شو .
په درنښت
شفیق ننګ
د غزني ولایت ویاند