په غزني ولایت کې د رامنځ ته شوي پېښې په تړاو د وزیرو قومي شورا اعلامیه
نېټه: ۱۳۹۶/۱۲/۱۲
کابل – افغانستان

لکه څرنګه چې د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د وزیرو قوم د خپلو ځمکو د هغه وخت د دولت قانوني فرمان او د درې ګوني محاکمو شرعي فیصلې په لاس کې لري او د اوبه کولو لپاره یې د یادې سیمې د نیختې په کلي کې د مېشت هزاره قوم سره اوبه ۴/۱۴ کې تقسیم کړي وې؛ خو دا چې په نیخته کلي کې مېشت هزاره قوم په وسلو سمبال شویدي نو په شېراباد کې مېشت وزیر قوم څخه یې اوبه په زور ګرځولي وې چې له امله یې فصلونه د منځه لاړل، په ملیونونه زیان ورواوښت او دغه راز د همدې اوبه پرسر باندې تېر کال د شېراباد د کلي میرآب یې د څو ځلو وهلو وروسته په شهادت ورساوه،  د زیاتو هلوځلو او بېلابېلو دولتي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د قومونو د سولې او پخلاینې کمیسیون په وړاندې په نېخته کلي کې مېشتو هزاره وو خپله ټوله ملامتي ومنله، اقرار یې وکړ چې د شهید پرېکړه به په محکمه کې کوي او په شېراباد کلي کې مېشتو وزیرو ته به د اوښتو زیانونو تاوان ورکوي؛ خو تراوسه یې په دې اړوند هېڅ اجراآت نه دي کړي؛

سربېره پر دې له بده مرغه تېره شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې د نېختې په کلي کې مېشت هزاره قوم په داسې حال کې چې د ملي اردو او ملي پولیسو په یونیفورم سمبال وو د اردو او پولیسو د رنجرو څخه په ګټه اخیستنه د غزني د قرباغ ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د مېشتو وزیرو پر کلي تېری او وسله وال برید کړی چې په پایله کې یې د یوه درې کلن ماشوم په ګډون ۲ تنه شهیدان، د یوې ښځینه په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي او دوه تنه یې د ځان سره بېولي دي.

نو د وزیرو قومي شورا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او له اړونده دولتي ادارو او چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې هرڅه ژر دې د پېښې عاملين ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

که چیرې اړونده دولتي ادارو او چارواکو په وخت سره اقدام ونکړ بیا په خپله د وزیرو لوی قوم لاس په کار کیږي او چې ورورسته هرڅه پېښ شول مسؤلیت به یې د اړونده دولتي ادارو او چارواکو په غاړه وي.

د وزیرو قومي شورا
کابل – افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *