افغان کمانډو ځواک

تاند- ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو د غزني په اندړ ولسوالي کې په یوه دیني مدرسه کې ۳۶ تنه مشکوک وسله وال طالبان نیولي دي.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري رسنیو ته وویل، ځانګړو افغان ځاکونو د اندړ ولسوالي پر نورالمدارس مدرسې چاپه واچوله او طالبان یې ونیول.

د ده په وینا طالبانو مقاومت ونه کړ.

نوري ادعا کوي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۱ تنه د طالبانو قوماندانان او سرګروپان دي.

د غزني د والي د ویندوی په وینا له نیول شویو طالبانو سره ډېره وسله هم موندل شوې ده.

دغه راز ویل شوي چې د عملیاتو په ترڅ کې، چې له هیلي کوپتر څخه په استفادې شوي، دوه پولیس د طالبانو له منګولو خلاص شوي دي.

خو د مدرسې مدرس مولوي محمد طاهر وايي چې نیول شوي کسان عادي طالبان دی، نه وسله وال.

ده دا هم وویل چې د امنیتي ځواکونو د چاپې په نتیجه کې ۴ طالبان، چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ وو، ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *