شنبه ۲/۹/۱۳۹۸
د غزني د والي وحیدالله«کلیمزي» له هدایت سره سم د دي ولایت له پیښو سره د مبارزي او د کلیو پراختیا ریاستونو له شته امکاناتو څخه د شهیدو او معلولو امنیتي سرتیرو او ملکي کسانو له (۴۷) کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشوه.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د دغو مرستو د ویش پر مهال د امنیتي پیښو پر مهال د شهیدو امنیتي سرتیرو او ملکي کسانو راغلو کورنیو ته د ډاډګیرني مراتب وړاندي او له هیواد څخه د دفاع په برخه کې یې د هغوی قریانۍ او
سرښندني وستایلي.
والي ښاغلي کلیمزي زیاته کړه چې حکومت به هیڅکله د شهیدانو او معلولینو قربانۍ او کورنۍ هیري نکړي او له شته امکاناتو سره سم به یې هر مهال په دوامداره توګه له کورنیو سره مرستو ته ادامه ورکړي.
هغه وویل: (( د ډیریو شهیدانو کورنۍ سرپرستان نلري، واړه ماشومان او کونډي میرمني یې یواځي پاته دي، معلول شوي سرتیري هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او موږ دي ته ژمن یو چې وخت په وخت یې لاسنیوی وکړو.))
د مرستو ترلاسه کوونکو د والي ښاغلي کلیمزي له دوامداره مرستو او دوی ته یې د پاملرني له کبله د خوښۍ څرګندونه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» مخکي تر دي هم د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او معلولو سرتیرو له لسګونه کورنیو سره نغدي او یاهم د خوراکي موادو مرستي ترسره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *