د غزني د اوړو جوړونې فابریکه

تاند – د غزني ولایت په مرکزغزني ښار کې د اوړو جوړونې یوه خصوصي فابریکه جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.‌

د غزني ولایت د رسنیو د دفتر یوه خبرپاڼه چې نن / د جولای ۲۷مه/ خپره شوې لیکي، چې یاده فابریکه د افغان ملي سوداګرو په خصوصي پانګه جوړه شوې او د ورځې د ۱۰۰ ټنو اوړو د تولید ظرفیت لري.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني د اوړو جوړونې فابریکه چې د ۱ میلیون او ۲ سوه زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې خواوشا ۳۰۰ کارکوونکیو ته یې د کار فرصت برابر کړی دی.

د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین د فابریکې د پرانستې پټۍ پرې کوي

 

د غزني ولایت د رسنیو د ادارې خبرپاڼه د یادې فابریکې د یوه پانګه وال له قوله لیکي، چې د دې فابریکې اوړه د ګاونډیو هېوادونو د اوړو په پرتله ارزان او له روغتیايي پلوه د ډاډ وړ دي.‌

خبرپاڼه زیاتوي، چې د فابریکې د پرانستې په مناسبت وینا کې د غزني والي انجنیرعبدالکریم متین وویل، چې د دې فابریکې په جوړېدا سره به ګاونډیو هېوادونو ته د اوړو جوړونې په برخه کې د افغانانو اړتیا له منځه لاړه شي.

افغانستان له څو لسیزو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران د توکو د خرڅلاو په مارکېټ بدل شوی، او ویل کیږي چې دغه هېوادونه د دې لپاره د حکومت وسله وال مخالفان تقویه کوي چې افغانستان د تل لپاره هغوی ته محتاج پاتې شي.

د اقتصادي چارو پوهان باور لري چې په افغانستان کې به د جګړې په پای ته رسېدلو سره د افغان او بهرنیو پانګه والو له خوا داسې پانګونې وشي چې له یوې خوا به افغانان په کور دننه خپل د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي او بلې خوا ته به مسلکي او عامو خلکو ته پراخ کاري فرصتونه برابر شي.‌

ځواب دلته پرېږدئ