د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

شنبه ۱/۱۰/۱۳۹۷

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د افغان کومانډو او هوایې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت (۳۱) وسله وال مخالفین وژل شوي او د دوو سرګروپانو په ګډون پنځه تنه ژوندي نیول شوي دي.

یاد عملیات پرون شپه او تیره ورځ سهار د اندړو ولسوالۍ په میري، مدد، کمال خیل او علیزي سیمو کې ترسره شوي دي.

په نیول شویو پنځو وسله والو کې د هغوی دوه سرګروپان قاري عبدالله او قاري ذاهد هم شامل دي.

په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *